الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اسلام کې د ونو او بوټو ارزښت

محمدامين

16648.jpg (5000 × 2200)

د اسلام سپېڅلي دين د ونو کرلو ته خلک هڅولي او دغه کار ته يې صدقة جاريه ويلې ده.

ونې په اسلام کې ډېر زيات ارزښت لري. ونې د انسانانو او حيواناتو د غذا او څښاک مصدر بلل کيږي. ونې الله تعالی په خپل قدرت سره پيدا کړې دي، چې دا د رب له لورې پر موږ باندې يوه لويه لورېينه ده. ونې  بېلابېلې بڼې او ډول ډول مېوې لري، ځينې يې دومره ښکلا او ښايست لري چې انسان يې په کتلو نه مړيږي، خوند ترې اخلې. اسلام ونو ته ډېره زياته پاملرنه کړې ده؛ ځکه چې په دې کې د انسانانو او حيواناتو ګټې خوندي دي. ونې د الله تعالی د وجود او قدرت نښې او نښانې دي، له ډول ډول مېوو سره د مختلفو ونو شتون د الله تعالی په وجود او قدرت باندې دلالت کوي. د نباتاتو پيدا کول او ټوکېدل په خپله يوه  معجزه ده. ونې د چاپېريال په ساتلو کې مهم رول لوبوي او د روزي، خيراتونو او نعمتونو نښې دي. ونې مېوه ده، خوراک دی، سيوری دی او صدقه ده.

د ونو ګټې:

ونې د هېواد، چاپېريال او انسان لپاره ډېرې ګټې لري لکه: مېوې او نور محصولات او د نورو شيانو په حاصل باندې ښه اغېزه کوي.

۱- ونه د غذا مستقيمه وسیله ده:  

د ونو او فصلونو کرل د انسانانو او حيواناتو لپاره د غذا مستقيم مصدر دی، موږ ډول ډول مېوې له ونو څخه ترلاسه کوو، چې بېلابېل ويټامينونه، طبیعي زېرمې، خوږې او خوندورې ذايقې او غذايي مواد لري.

(موږ په دغه ځمکه کې د خرما او انګورو باغونه پيدا کړي دي. ياسين/۳۴/).

۲- ونه د غذا غير مستقيمه وسیله:

 لکه:غوښې، شيدې، هګۍ او پوستکي، چې کله وزې، پسونه او غواګانې له ونو څخه خوراک کوي، نو موږ يې له غوښو، شيدو او پوستکو څخه ګټه اخلو، همدا راز د چرګانو فارمونه، چې موږ په هګيو او غوښو باندې نازوي دا ټول له ونو څخه د ګټې اخيستنې غير مستقيمه وسیله ده.

۳- ونې او بوټي د درملو په توليد کې مهم رول لري:

ډېرې طبې دارو د ونو او بوټو څخه لاسته راځي چې، په اوسني طب کې د ډېرو ناروغیو درملنه ورباندې کيږي، لکه: اسپرين، مېټفورمين، ډايجوکسين، ايفيډرين او مورفين.

(اهمیت الاسجار فی الاسلام، ص24)

۴- ونې د ځمکو د وچکالۍ او شاړېدو مخه نيسي:

ونې د هغو وچو بادونو مخه نيسي کوم چې، شګې بادوي، نباتات له دوړو او ګردونو څخه ډکوي، بله دا چې دښتې له ویجاړېدو څخه خوندي ساتي.

۵- ونې د استوګنې ځايونو ته سيوري ورکوي او تودوخه يې کموي:

دا د هغه چا لپاره ګټور تماميږي چې، له ښارونو او آبادۍ څخه لېرې پرتو سيمو کې ژوند کوي، آن تر دې چې حيوانات په ګرمو سيمو کې هم له سيوري څخه ګټه اخلي.

د رسول الله(ص) په وخت کې به خلکو د ونو ترسيوري لاندې کښېناستل چې دا کار اوس هم په کلیو او بانډو کې ترسره کیږي.

۶- د ونو بڼونه او کښت يو ډول پانګه ګڼل کيږي:

بڼونه د خلکو ترمنځ يو ډول پانګه ده چې ځانګړی قيمت او ارزښت لري، يعني د کرنې او بڼونو په بدل کې نغد مال ترلاسه کيږي، نوځکه خلکو ورته ډول ډول پرمختللې ماشینرۍ رامنځته کړې دي؛ چې ډېر ښه عايد لري او نغدې پيسې په لاس ترې ورځي. لکه په قرآنکریم  چې الله تعالی فرمایي: ژباړه: (دا د دنيايي ژوند سامان دی.  (آل عمران/۱۴)

7- ونې طبيعت ته ښايست او ښکلا وربښي:

ونې د انځورونو برخه ده، په خپل زرغون رنګ باندې خلکو ته خوشحالۍ او نېکمرغي وربښي، همدا راز د ګلانوغوړېدل، زړه راښکونکي رنګونه بدلوي، خوږ بوی خپروي او په زړه پورې زرغونتیا یې د انسان طبيعت برابروي؛ ځکه چې زرغونوالی ځمکه سينګاروي، ښکلا يې زياتوي، د خوشحالۍ په جامو يې پوښي، له خوشبوییو او رنګونو يې ډکوي. لکه په مسلم شریف کې حدیث دی، ژباړه: (الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي.)

۸- ونې د شاتو په توليد کې مرسته کوي:

مچۍ د ګلانو رحيق (شراب) څښي او شات ترې جوړوي، چې په هغه کې د خلکو روغتیا نغښتې ده، طبيعي، روغتيايي او ګټوره غذا لري. مچۍ په ونو کې ځانته ځای جوړوي، ځينې يې د ونو په ساقو پورې نښتې وي او خپلې ځالې جوړوي. کوم خلک چې فارمي مچۍ ساتي هغوي هم ورته له لرګيو صندوقونه جوړوي، آن تر دې چې داخلي فريمونه او قالبونه يې هم د لرګيو څخه وي. نو که ونې نه وای د شاتو په هکله به د مچيو توليد څنګه کېده، حال دا چې شات د ډېرو ناروغیو درملنه کوي، ډېر خوندور او ګټور خوراک دی.

(او ستا رب د شاتو مچيو ته وحې وکړه چې، په غرونو او ونو کې کورونه جوړ کړئ! ځکه شات  (عسل) د خلکو لپاره شفا ده. (النحل/۶۸).

 په قرآنکريم او احاديثو کې له ونو او بوټو څخه ډېره یادونه شوې ده، موږ ته په کار ده چې، د ونو او بوټوساتلو ته ډیره پاملرنه وکړو، په دې اړوند چې کوم کارونه کابل ښاروالې ترسره کړي دي بايد پوره ستاینه يې وشي او د ښار اوسېدونکو ته هم په کار ده چې، د چاپېریال په وړاندې خپل مسئولیتونه په پوره اخلاص ترسره کړي.