د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د پراختیایي پلان د چمتو کولو په اړه لومړنۍ غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، رئیسانو او مسلکي کارپوهانو ګډون کړی ؤ، د راتلونکي کال د پراختیایي پلان د چمتو کولو په اړه بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال د ښاري پراختیا لپاره د ستراتیژیک سند په توګه د پراختیایي پلان پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ۱۴۰۵ کال پلان دې باید د متوازنې پراختیا، د اړتیاوو لومړیتوب، مالي نوموړي زیاته کړه چې، د راتلونکي کال په پراختیایي پلان کې به مهمې زیربنايي او پراختیایي پروژې لکه، د اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د پلونو، کانالونو، پلچکونو، پلیولارو، د پارکونو او زرغونو سیمو جوړول، د څراغونو نصبول، د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ ماشینریو او تجهیزاتو پېرودل او ترمیم او د نویو پروژو ډیزاین شامل وي. دغه راز د غونډې ګډونوالو پروژو ته د لومړیتوب ورکولو، د بودیجې اټکل او د پلان جوړونې پړاونو د ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل. د غونډې په پای کې، کابل ښاروال د تخنیکي معیارونو په رعایت، په پریکړو کې شفافیت او د پراختیایي پلان د چمتو کولو په چټکتیا ټینګار وکړ. په نننۍ غونډه کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال لپاره د ځینو ناحیو پلانونه نهايي شول او د پاتې ناحیو پلانونه به هم په ورته نورو غونډو کې تر بحث لاندې ونیول شي