الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

21 میزان 1404

 16664.jpg (1820 × 1024)

د ګذر وکیلانو په توګه د وړ کسانو د ټاکلو په موخه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د څلورمې، شپاړلسمې، اولسمې او اتلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو لړلیک تر غور او ارزونې لاندې ونیول شو او هغه کسان چې، لوړ امتیاز ترلاسه کړي د کابل ښاروالۍ مقام ته به د تصویب لپاره وړاندیز شي. تر رسمي تائید وروسته به د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له لوري ورته د وکالت مهر وسپارل شي او اړوند ناحیې ته به معرفي شي څو د کړنلارې له مخې خپل فعالیت پیل کړي. ګذر وکیلان د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه د ټولنیزو او ښاري ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لري. د ځانګړې کړنلارې له مخې د نویو ګذر وکیلانو ټاکل د خلکو د مشارکت او ښاري مدیریت په برخه کې د کابل ښاروالۍ له اصلاحي برنامو څخه شمېرل کېږي