څنګه کولای شو خپل ډیجیټلي ژوند کنټرول کړو؟
"فهیم دانش"

په اوسني وخت کې ځیرک موبایلونه زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده چې، په زیات استعمال سره یې زموږ ورځنۍ چارې د خنډ او ځنډ سره مخ دي. ډېری وګړي، په ځانګړي ډول زده کوونکي چې ، په بې معنی توګه د داسې محتوا په تعقیب کولو بوخت دي چې، خپل قیمتي وخت شېبه په شېبه له لاسه ورکوي. په دې لیکنه کې به د ځیرک موبایلونو په مثبتو او منفي اړخونو پوه شو او وبه کولای شو چې د ځیرک موبایل د زیات استعمال مخنیوی وکړو تر څو زموږ ذهني روغتیا او اړیکې په منظم ډول وپالل شي.، لکه له لرې پرتو خلکو سره اړیکه ساتل، په انلاین ډول زده کړو ته لاسرسی، په منظم ډول د کاراو مهالوېش مدیریت، د نويو مهارتونو زده کول، بانکي خدمتونو ته لاسرسس او داسې نور.
همـدارنګه موبایلونه د مثبتو اغېزو په وړاندې منفي اغېزې هم لري چې، زیات استعمال یې زموږ مهمې ورځنۍ چارې له ځنډ سره مخ کړي دي. د موبایلونو ډېر استعمال یو شمېر جدي ستونزې هم رامنځته کوي، لکه د خپل قیمتي وخت ضایع کول، د ذهني فشار او اضطراب رامنځته کېدل، فزیکي ستونزې، لکه د سترګو ضعیفوالی، د غاړې او ملا هډوکو دردونه او ځینې وخت ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کوي.
د زده کـوونـکو پـر رواني حالت او درسي بهیر د ځیرک تیلیفون د زیات استعمال اغېزې:
د ځیرک تیلیفون زیات استعمال د زده کوونکو په زده کړه او رواني حالت مستقیم اغېز کوي. زیات شمېر زده کوونکي د ټولنیزو شبکو، لوبو او نورو برنامو د لیدو له امله خپل درس ته کافي وخت نه ورکوي، چې دا د درس په کیفیت او کمیت کې کموالی رامنځته کوي. همدارنګه، د موبایل د زیات استعمال له امله ذهني فشار، اضطراب او خوب کمښت زیاتېږي، چې د تمرکز او حافظې پر فعالیت منفي اغېزه کوي.
په ټولنیز ژوند کې هم ځینې زده کوونکي له کورنۍ او ملګرو څخه جلا کېږي، ځکه چې د فزیکي لیدنې پر ځای برېښنایې نړۍ ته زیات وخت ورکوي. له همدې امله د موبایل د کارولو متوازن مدیریت د زده کوونکو لپاره ډېر اړین دی ترڅو د زده کړې د کیفیت د لوړېدو ترڅنګ، ذهني روغتیا وساتل شي او ټولنیزې اړیکې پیاوړې پاتې شي.
برېښنایي بوختیاوې باید په پام کې ونیول شي:
د برېښنایي بوختیاوو د کنټرول لومړی ګام پوهاوی دی.هغه برنامې باید په ګوته شي په کومو کې چې موږ زیات بوخت یوو او لامل یې هم باید څرګند شي چې، آیا دا کوم مجبوریت، فشار یا عادت دی؟ په اوسني وخت کې ځيرک ټیلیفون د وخت بوختیا هم ثبتوي چې په اونیز ډول کاروونکو ته په بشپړ ډول راپور ورکوي، چې د همدغه راپور له مخې موږ پوهېدلای شو چې، د تیلیفون په کومه برنامه کې زیاته بوختیا لرو او همدغه چاره د خپلو برېښنایي بوختیاوو د کنټرول لامل ګرځي.
برېښنایې بوختیاوو لپاره باید حدود وټاکل شي!
د خپلو برېښنایې بوختیاوو د پېژندلو سره سم باید د ځيرک تیلیفون هرې برنامې لپاره حدود وټاکل شي. د بریښنایي وسایلو لکه موبایل، ټبلیټ، یا کمپیوټر د کارولو وخت ټاکل زموږ د ورځني ژوند لپاره ډېر مهم ګڼل کیږي. که موږ خپل وخت په غوره بڼه مدیریت کړو، نو بې موخې د ټولنیزو شبکو تعقیبول او غیر ضروري برنامو کارولو په کنټرول سره د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کولای شو. د دې چارې د ترسره کولو لپاره اړینه ده چې، ځانګړي ساعتونه یا د ورځې ځانګړې برخې د برېښنایي فعالیتونو لپاره ځانګړې کړو او پاتې وختونه یې د مطالعې، ورزش، کورنۍ او نورو ګټورو فعالیتونو لپاره ځانګړې کړو. دا کړنه نه یوازې زموږ تولید زیاتوي، بلکې د ذهني فشار کمولو او د ریښتینو اړیکو پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.
د ځیرک تیلیفون بې موخې استعمال باید د معنی لرونکو فعالیتونو سره بدل شي:
د ځيرک تیلیفون د کم استعمال لپاره مهمه ده چې، د خپل ځان لپاره ځانګړي فعالیتونه برابر کړو ترڅو له یوې خوا د تیلیفون استعمال کم او بله خوا به خپل ژوند په هر اړخیزه توګه بډایه کړو، مطالعه وکړو، چکر ووهو، یا له کورنۍ او دوستانو سره خبرې وکړو.


