الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اوولسمې ناحیې د مسئولینو او کارکوونکو کړنې و ارزولې

22 میزان 1404

 16676.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خپلو څارنیزو برنامو په لړ کې دا ځل د اوولسمې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه او د یادې ناحیې د مسئولانو او کارکوونکو کړنې یې و ارزولې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د غوره ښاري چوپړتیاوو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، په دنده کې ځنډ او ناغیړي د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه ده. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید په پوره صداقت او ایماندارۍ خپلې دندې ترسره کړي؛ ځکه د مکافاتو او مجازاتو اصل په جدي توګه پلی کېږي څو د ناحیو په کاري برخو کې نظم رامنځته شي. همدا راز کابل ښاروال د ښاري اصولو او مقرراتو  پلي کول لومړیتوب وباله او ویې ویل: مسئولانو ته په کار ده چې، د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي، د ښاري نظم د رامنځته کېدو، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي څو په دې توګه د ښاریانو رضایت ترلاسه شي. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې، ورته ارزونې په نورو ناحیو کې هم ترسره کېږي او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به د ښاري خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شي. د یادې لیدنې په لړ کې هغه کارکوونکي چې، خپلې دندې یې په غوره توګه ترسره کړې وې، لا وهڅول شول او یو شمېر نور چې، په خپلو دندو کې پاتې راغلي ؤ، له قانوني چلند سره مخ شول