د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: د لری پرتو ناحیو وده له لومړیتوبونه څخه ده

13 حمل 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د روان کال وری میاشتي په یوولسمه نیټه د یکشنبې په ورځ یوویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین کې ګډون وکړ، او د لري پرتو ناحیو په وده چې تر اوسه پکې ښاري آسانتیاوي ندي رامنځته شوي ټینګار وکړ. کابل ښاروال د یادي ناحیې اوسیدونکو ته څرګنده کړه چې اړینه ده د خلګو په مشوره د دي ناحیې پلان چمتو شي او د ناحیې ودي پخاطر ډیر ژر پلي شي ترڅو د غیر پلاني سیمو او ښاري آسانتیاو رامنځته کولو په تړاو د خلګ ستونزې حل شي. یوویشتمه ناحیه یوه له هغو ناحیو څخه ده چې د ودي پخاطر یې تر اوسه پاملرنه ندي شوي، چې له نیکمرغه کابل ښاروالۍ په پام کې لري د هم مهالي ودي اصل ته په کتو لري پرتو ناحیو ته هم پاملرنه وکړي. کابل ښاروال وویل: خلګو ته پکار ده چې له شته امکاناتو په ځانګړي توګه اوبو څخه د ناحیې سمسورتیا پخاطر سمه ګټه واخلي ځکه هغه څه چې هیڅ توان نلري او تل تري ګټه پورته کیږي د نیالګیو ایښودل او ترې ساتنه ده. د یو بل خبر له مخې په یوویشتمه ناحیه کې د غازی آباد سړک چې ۱.۷۵کیلومتره اوږدوالي او ۸ متره پلان والي لري او تیرکال یې د کابل ښاروالۍ له لوري د جوړیدو چاري پیل شوي وي، بشپړ او د کابل ښاروال له لوري د پټي په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارل شو، چې په یاده ناحیه کې دا لومړي رغول شوي سړک دی.