د اوومې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له اړوند بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۸۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۳۵۰) لوډسپیکرونه، چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د اوومې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر مولوي عبدالشکور ذهین په دې تړاو وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د چاپېریالي روغتیا د څانګې له خوا څارنې روانې دي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي او همدا راز دې پلورونکي هم د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او د لوډسپیکر په کارولو سره دې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل ونه ګرځي