د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پلچرخي فامیلیو سیمي سړکونه ګټي اخیستني ته وسپارل شول

15 حمل 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز سه شنبه ورځ د ۱۳۹۸کال د وری میاشتي په ۱۳مه نیټه نولسمه ناحیه کې د پلچرخي فامیلیو سیمي سړکونه چې د کابل ښاروالۍ پرمختیايي پروګرام له لاري کانکريټ شوي وو د پټي په پریکولو سره ګټي اخیستنې ته وسپارل. د دي سړکونو پرانسیتي پرمهال کابل ښاروال د سړکونو رغول د سیمیزو ستونزو حل پخاطر رغنده ګام یاد کړ او زیاته یې کړه: په نولسمه ناحیه کې د دي پروژې کار بشپړولو ترڅنګ د دویم ګذر رغولو چاري چې د افسرانو سړک رغول هم پکې شامل دي په ۱۳۹۸کال کې په پام کې نیول شوي دی. کابل ښاروال د رغول شویو سړکونو په ساتنه کې د ټولنیزو او ښاري اصولو په پام کې نیولو باندي ټینګار وکړ او د سیمې له خلګو یې وغوښتل ترڅو د خپلو ملکیتونو ترڅنګ د پلي لارو رغولو او سمسورتیا کې خپل ښاري مسولیت ترسره کړي. د پلچرخي فامیلیو سیمي رغول چې ۳۰هکټاره سیمه په بر کې نیسي د ۴۱ کوچنیو او سترو سړکونو رغولو برسیره چې شاوخوا ۸کیلومتره اوږدوالي او په منځني ډول ۵متره پلن والي لري، د ۲۵۱متره اوسپنیز کانکریټي پلچکونو،۹۷۴متره د لښتیو او د سیند په اوږدو کې۲۴۰ متره استنادي دیوال رغول هم پکې شامل وو چې د یو کال نه لږ موده کې تر رغولو وروسته ګټي اخیستنې ته وسپارل شول.