د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی حاجي بشیر په دویم بست کې د شملې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر ریاست د مرستیال مولوي نورمحمد طارق له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو، ښاغلی حاجي بشیر یو ژمن، رېښتنۍ او له کاري تجربې څخه برخمن شخص دی". نوموړي زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ مشرتابه له نوي رئیس څخه هیله لري چې، خپل مسئولیت به په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړي څو د ښاریانو رضایت نور هم زیات شي. ښاغلي طارق د شلمې ناحیې له کارکوونکو وغوښتل چې، ښاریانو ته غوره ښاري چوپړتیاوې وړاندې او د اطاعت او همکارۍ له مخې د ښاري مدیریت په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي