په کابل ښار کې له ودانیزو سرغړونو او غیر معیاري رغونو څخه د مخنیوي په موخه، د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي کمېټې غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال له غیر معیاري او له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې ودانیو له جوړېدو څخه په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل: " اړوند مسئولین باید د مسئولیت د احساس، کاري وجدان او د هېواد پالنې روحیې له مخې د قانون د پلي کېدو په برخه کې په عملي توګه لا ډېرې هڅې او کار وکړي". نوموړي د ویزه او تائید شوې نقشې مطابق د ودانیو په جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، په کابل ښار کې له هر ډول قانوني، معیاري او د رسمي جوزا مطابق ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي. دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د پانګونې د ملاتړ، د منظمې ښاري ودې او کاري فرصتونو رامنځته کېدو په موخه یې د ودانیز جواز د اخیستلو په برخه کې د شرایطو مطابق آسانتیاوې رامنځته کړې دي. په دې غونډه کې یو شمېر ودانیزې سرغړونې وڅېړل شوې او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول