الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له خواجه بغرا دري لاری څخه تر قلعه نجارها پوري د سړک جوړولو چاري پيل شوی

20 حمل 1398

د کابل ښاروالۍ ښاري ترانسپورت ښه والي پروګرام له لاري له خواجه بغرا دري لاری څخه تر قلعه نجارها پوري د سړک جوړولو چاري پيل شوي. یاد سړک چې ۲.۲کیلومتره اوږدوالی او ۴۰متره پلن والی لری، د لښتیو، پلي لارو او یو معیاري سړک ټولو ځانګړتیاو په درلودلو سره د روان کال په اوږدو کې رغول کیږي. دغه سړک د ځانګړي موقعیت شتون له امله له ډیر اقتصادي اهمیت څخه برخمن دي چې په جوړولو سره به یې د ترافیکي ستونزو حل ترڅنګ د یادي سیمي سوداګریزو مرکزونو ستونزي هم حل شي.