الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریال په پاک ساتلو سره مو ایمان پیاوړی کړئ

ناصري

16737.jpg (5000 × 2200)

پاک چاپېریال له هغه ځای څخه عبارت دى، چېرې چې انسانان او نور ژوندي موجودات سالم ژوند ولري او خپل ورځنى ژوند په آسانۍ سره مخته بوځي، خو ککړ چاپېریال بيا هغه ځاى ته وايي چېرې چې ژوندي موجودات خپله سلامتیا له لاسه ورکوي او د ژوند له پرمختګ څخه وروسته پاتې کېږي، حتی په ځینو حالاتو کې د ککړ چاپېریال له امله ژوندي موجودات خپل ژوند له لاسه ورکوي. هر انسان ته تر ټولو خوږ او ارزښتناکه شى ژوند دى، خو له بده مرغه چې ځني انسانان یې د بې مسئولیتۍ له امله له سترو ګواښونو سره مخ کوي.

خو که موږ خپلو ورځنيو کړنو ته ځیر نشو او په سمه توګه له طبیعي زیرمو څخه ګټه وانخلو، نو په راتلونکي کې به د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند له سترو ګواښونو سره مخ شي او که چېرې موږ په  خپل ورځني ژوند کې د چاپېریالي قوانینو په پام کې نیولو سره له طبیعی زیرمو څخه خپلې اړتیاوې پوره کړو، نو د راتلونکو نسلونو ژوند او سلامتیا به هم خوندي پاتې شي.                                                                                                                                                                           

الله تعالی انسان ته په ټولو مخلوقاتو برتري ورکړې ده او د ځمکې پرمخ یې خپلو بنده ګانو ته بې شمېره نعمتونه پیداکړي، چې یو یې هم طبیعي چاپېریال دی، چې انسانان په کې ژوند کوي او له همدې طبیعی چاپېریال څخه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي، لکه هوا د تنفس لپاره، اوبه د څښلو لپاره او همدارنګه ځمکه او خاوره د کروندې لپاره کاروي.

بشر له خپل پیدایښت څخه را پدیخوا په دې هڅه کې دی چې، له طبیعي چاپېریال څخه په ځانګړې توګه له نباتاتو راز راز ګټې پورته کړي.

د ځمکې پرمخ ټول ژوندې موجودات د خپل ژوند د پایښت په موخه، خوړو، اوبو، هوا، هستوګنې ځای، تکثر او تولد ته اړتيا لري او هر ژوندى موجود د خپلو اړینو توکو او انرژۍ لپاره له طبیعي چاپېریال سره نیغ په نیغه اړیکې لري.

د طبیعي چاپېریال توازن ساتل د اسلام سپېڅلي دین له اړينو لارښوونو څخه دی، چې د طبیعي زیرمو څخه د ګټي اخیستنې په لارو چارو کې باید له توازن څخه کار واخیستل شي، ځکه الله تعالی په کائیناتو کې هر څه په حساب او ټاکلې اندازه پیدا کړي دي.

الله تعالی په قرآن کريم کې فرمایي: 

ژباړه: هر څه الله تعالی سره په اندازه دي.( الرعد/۸)

نو هر څه یوه ټاکلې اندازه لري چې باید په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي، تر څو له منځه لاړ نشي، ځکه دغه زیرمې یوازې د اوسني نسل نه، بلکې راتلونکي نسلونه هم پکې حق لري. نو ویلى شو چې، زموږ ژوند په طبیعي چاپېریال پورې تړلى دى، یعنې له طبیعي چاپېریال پرته زموږ ژوند نیمګړی دى. 

انسان په دې مکلف دی چې، د خپل ژوند د پایښت په موخه، خپل چاپېریال پاک وساتي، ځکه د اسلام مبارک دین هم د چاپېریال په پاکوالي ډیر ټينګار کړى دى. لکه چې نبي عليه السلام په يوه حديث شريف کې فرمايي: ژباړه: پاکوالى د ایمان یوه برخه ده، يعنې کامل مومن هغه څوک دی چې، په خپل ورځني ژوند کې پاکوالى مراعت کړي.                                                                                                                                            

د پاک چاپېریال ګټې:    

په دې هر څوک پوهیږي چې، پاک چاپېریال د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ډیر ارزښت لري. که چیرې  زموږ شاوخوا چاپېریال پاک وي، نو  له یوې خوا به د ډول ډول ناروغیو له ګواښ څخه خوندي یوو او بله خوا به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه ککړ چاپېریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې، د انسانانو د مړینې لامل هم ګرځي.

*- پاک او زرغون چاپېریال زموږ د ژوند او سلیقې څرنګوالی په ډاګه کوي، یعنې هر هغه څوک چې په پاک او زرغون چاپېريال کې ژوند کوي، د هغه روغتیا هم له راز راز ګواښونو څخه په امن کې وي.

*- پاک چاپېریال د ټولو ژوندیو موجوداتو په روغتیا او سلامتیا باندې مثبتې اغېزې لري، یعنې هغه وګړي چې په پاک چاپېریال کې هستوګن دي، د هغو خلکو په پرتله، چې په ککړ چاپېریال کې ژوند کوي له ښې او سالمې روغتیا څخه برخمن وي.

*- که چیرې موږ پاک چاپېریال ولرو، نو ذهني سکون به مو هم ثبات ولري.

*- پاک چاپېریال زموږ په روح او جسم باندې مثبته اغېزه لري.

*- په پاک چاپېریال کې ټول ژوندي موجودات په سمه او منظمه توګه خپل ژوند مخته وړي.

موږ د لاندې څو کړنو  په پام کې نیولوسره د پاک چاپېریال څښتنان کېدلى شي:

*- په لومړي قدم کې باید د خپل ځان، خپل کور، خپل کلي او ښار او په عمومي توګه د خپل هېواد پاک او زرغون ساتلو لپاره باید هلې ځلې وکړو.

*- کوم تیل چې هېواد ته را واردیږې هغه باید له نړیوال سټندرد سره برابر وي او د ټیت معیار لرونکو تیلو له واردولو څخه بايد په جدې توګه ډډه وشي.

*- د سويو مبلايلو، غوړ لرونکو لرګیو، د ډبرو سکرو، پلاستیک او د ټایرونو له سوځولو څخه باید مخنیوى وشي او په بدل کې یې خلکو ته د ګاز او برېښنا آسانتیاوې برابرې شي.

*- په ښار کې خاورین سړکونه او کوڅې باید په بنسټیزه توګه ورغول شي.

*- زاړه او له نړیوال معیار څخه ټیټ موټرو ته  باید په ښار کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړل شي.

*- په هر کور، کوڅه، د سړکونو غاړو ګلدانونو او همدارنګه په زرغونو سیمو کې دې نیالګي کېنول شي.

*- د چاپېریالي ستونزو، ګواښونو او اړتیاوو په اړه باید هم خپله وپوهیږو او هم پرې خپله کورنۍ او ملګري پوه کړو.                                           

*- موږ باید د خپل چاپېریال په اړه بې پروا ونه اوسو او هر هغه څوک چې، ګورو خپل شاوخوا یعنې خپله لاره، سړک، کور او نور عامه ځایونه ککړوي باید خپلې تیروتنې ته یې ځیر او د پاک چاپېریال په اهمیت یې پوه کړو.                                                               

*- هر څوک باید خپل ځان د ټولنې پر وړاندې مسئول وګڼي، له امارتي چارواکو نیولې تر یوه عادي کلیوال شخص پورې، ټول د خپل چاپېریال د پاک سـاتلو مسئولیت لري. کوم  موارد چې، د چاپېریال د پاک ساتلو په اړه ترینه پورته یادونه وشوه، کابل ښاروالۍ هڅه کړې تر څو د زرغون، پاک او سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې لاسته راوړنې ولري. ځکه ولیدل شول چې د وروستیو کلونو په بهیر کې دغې خدماتي ادارې، کابل ښار د سمسورتیا او کابل ښاریانو ته د هوساینې په نیت، د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي  او دغه لړۍ یې تر اوسه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې جاري ساتلې او زیار باسي ترڅو له یوې خوا کابل ښار نور هم ښکلی، سمسور او آباد شي او بله خوا ته د ښاریانو پر وړاندې شته ټولنیزې، ښاري او سیمه ییزې ستونزې هوارې او په یوه ښکلي، زرغون او سالم چاپېریال کې ښاریانو ته د هوسا ژوند کولو زمینه برابره کړي. نو هیله ده چې ښاریان هم په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او خپل دیني او ملي مسئولیت دې هسې چې لازمه ده ادأ کړي.