الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د فاضلاب د تصفیه خونې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

28 میزان 1404

 16739.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د "سرک نو" په سیمه کې د فاضلاب د یوې معیاري تصفیه خونې د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له خوا په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د یادې تصفیه خونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: " کابل ښار د منظم کانالیزاسیون سیسټم د نشتون له امله له چاپېریالي ستونزو سره مخ دی؛ د دې تصفیه خونې جوړېدل، د چاپېریال د پاک ساتلو او د اوبو له سرچینو څخه د تلپاتې ګټې اخیستنې په برخه کې یو مهم او ګټور ګام دی". نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ پلان لري څو د خصوصي سکټور په مرسته د ښار په نورو برخو کې هم ورته تصفیه خونې جوړې کړي. ښاغلي سجستاني همدا راز وویل: " د دې تصفیې خونې له اوبو او لس سلنه کیمیاوي کوډ څخه به د ښار د زرغونو سیمو د خړوبولو او د ونو د پیاوړتیا په برخه کې ګټه واخیستل شي". دا تصفیه خونه په دوه جریبه ځمکه کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده چې، په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰۰ متر مکعب فاضلاب د تصفیه کولو وړتیا لري. د مراسمو په پای کې د ټانکر لرونکو له ټولنې وغوښتل شول چې، د کورونو فاضلاب دې تصفیه خونې ته ولېږدوي او په ښاري سیمو کې دې له خالي کولو څخه په کلکه ډډه وکړي