د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی ملا بسم الله د نولسمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د مرستیال مولوي نورمحمد طارق له خوا د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر مرستیال نوي رئیس ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې، دا ټاکنه د ژمنتیا او کاري وړتیا له مخې ترسره شوې ده چې، موخه یې د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه والی او په یاده ناحیه کې ښاري ستونزو ته رسېدنه ده. نوموړي زیاته کړه چې، نوی رئیس به د غوره مدیریت او صداقت له مخې، د نولسمې ناحیې په کچه غوره ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي. مولوي طارق د نولسمې ناحیې له کارکوونکو وغوښتل چې، د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي او د ښاریانو د رضایت ترلاسه کولو په موخه، له نوي رئیس سره په پوره همغږۍ او د همکارۍ روحیې له مخې کار وکړي