ا.الکوزی

سړکونه د یوه هېواد د فزیکي زیربناوو بنسټونه ګڼل کېږي. هر څومره چې د یوه هېواد سړکونه معیاري، پراخ او خوندي وي، په هماغې اندازه یې اقتصاد، کرنه، صنعت او سوداګري وده کوي. د سړکونو شتون نه یوازې د تګراتګ په برخه کې آسانتیا رامنځته کوي، بلکې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره هم حیاتي رول لري. د کابل ښاروالۍ له خوا د سړکونو د جوړولو او بیا رغونې ګړندیو چارو د کابل ښار د اوسېدونکو پاملرنه ځان ته را اړولې ده. دوی وايي چې، د ښاروالۍ وروستۍ هڅې د ښار ي ښکلا، نظم او د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه والي کې ځانګړی اهمیت لري.
همـدا اوس د مکــروریانـو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده چې ځنې برخې یې ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې «۹۳۹۷» متره اوږدوالی لري، په معیاري ډول د جوړېدو په حال کې دی. څه موده وړاندې د دې سړک شاوخوا «۲۸۰۰» متره برخه د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوه او اوس مهال یې د پاتې برخو په جوړولو کار روان دی.
حاجي محمد رحیم، د سیمې یو تن اوسېدونکی چې د سړک د جوړېدو لیدلو ته راغلی دی، وايي:
"پخوا دا سړک ډېر تنګ او بیروبار پکې زیات و، خو اوس ډېر ښکلی او معیاري جوړ شوی دی، موږ له کابل ښاروالۍ څخه مننه کوو، خدای دې کامیابه لري"
د سیمې اوسېدونکي وايي چې، مخکې د دې سړک سور کم او ګڼهګوڼه پرې زیاته وه چې خلکو ته یې ډول ډول ستونزې جوړې کړې وې، خو د نوي سړک له جوړېدو سره به یادې ستونزې حل شي.
سړکونه د یو هېواد د ترانسپورټي نظام بنسټ جوړوي. د سړک له لارې د خلکو، توکو او خدمتونو لېږد په آسانه ترسره کېږي. د سړکونو شتون د ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري. په همدې موخه کابل ښاروالۍ دغه ارزښت درک کړی دی، ځکه یې د معیاري سړکونو جوړولو ته ملا تړلې ده.
د دولسمې ناحیې« احمدشاه بابا مېنې» اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د «۱۲۷۰» مترو په اوږدوالي سره، د نوي نښلوونکي سړک د قیر چارې روانې دي. دغه سړک چې«۲۰۰۹» متره اوږدوالی لري په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی.
سید کریم، د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی وايي: د سړک جوړولو چارې ډېرې منظمې روانې دي.
"مخکې دا سړک هم وړوکی او هم خامه ؤ، اوس الحمدالله دا سړک جوړ شو، ستونزې مو حل شوې، کارونه ډېر منظم روان دي، موږ ورته دعا کوو چې دوی پرمختګ وکړي او د دې سیمې نورې خامه کوڅې هم جوړې کړي"
د کابل ښاروالۍ د آبادۍ او بیا رغاونې ګړندۍ چارې له خلکو پټې نه دي، د ښار په هر ګوټ کې د سړکونو، پلونو، پارکونو او د پاکولو چارې روانې او د سیمې خلک ترې خوښ دي.
په اوومه ناحیه کې داسې یوې سیمې کې یو معیاری سړک جوړېږي چې اوسېدونکي یې کلونه کلونه د سړک له شتون څخه محروم ول او خلک تل له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ.
د دغې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې، د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د کیندنو، خاورې لېږدولو او د پاتې استملاکي خنډونو پاکولو چارې روانې دي.
ټاکل شوې ده دغه سړک چې «۱۷۶۷» متره اوږدوالی لري،د نږدې یوه کال په موده کې به په معیاري ډول جوړ شي.
علي رضا عليزاده، د قلعه وزیر اوسېدونکی وايي: پخوا دې سیمې ته موټر نه شو راتللی.
"که د سړک جوړونې برخې ته راشو، موږ له کابل ښاروالۍ څخه ډېر خوشحاله یوو، موږ له دې حکومت څخه خوشحاله یوو. په تېرو شلوکلونو کې د کابل په لویدیځ کې داسې پروژه نه ده عملي شوې، موږ د سړک د نشتوالي له امله ډېرې ستونزې درلودې، نه مو سړک درلوده او نه موټر راتللی شول، غم او ښادۍ کې مو ډېرې ستونزې درلودې. اوس چې دې سیمه کې سړک جوړېږي موږ خوشحاله یوو، ستونزې مو حل کېږي. "
سړکونه د ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري. د ښوونې، روغتیا او امنیتي خدمتونو لاسرسی د سړکونو له لارې ترسره کېږي. که سړکونه خراب یا بند وي، د خلکو ورځنی ژوند، بېړني خدمتونه او اقتصادي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کېږي.
کابل ښاروالۍ یوازې د کابل ښار سړکونو ته لومړیتوب نه دی ورکړی، بلکې د کابل او شاوخوا ولایتونو تر منځ د لویو لارو جوړولو ته یې هم ملا تړلې ده.
د کابل-لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې «۷» کیلومتره اوږدوالی لري، د سړک جوړولو د معیارونو مطابق ډیزاین شوی دی. د کابل-لوګر سړک یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کېږي.
شفیع الله د چهارآسیاب ولسوالۍ اوسېدونکی چې د سړک نندارې ته راغلی دی په خوښۍ سره وایی:
"زه د دې سړک د لیدلو په خوشحالۍ کې دلته راغلی یم، پخوا دې سړک کې ډېرې پېښې کېدلې، لاره به بنده وه، که به مریض پیدا شو نو له ستونزو سره مخ کېدو. اوس چې جوړېږي خلک ورته خوشحاله دي. اوس چې سړک جوړ شوی دی غټ سهولت دی، پخوا په یو ساعت کې نه رسېدو ،اوس په شلو دقیقو کې رسېږو. له کابل ښاروالۍ څخه موږ ډېر خوشحاله یوو، خدای دې توفیق ورکړي."
د کابل ښاروالۍ له خوا د سړکونو د جوړولو روانه لړۍ، د ښار د بنسټیز بدلون نښه ده. د کابل ښار اوسېدونکي باور لري چې، د معیاري سړکونو جوړېدل نه یوازې د ترافیکي ستونزو د کمښت لامل ګرځي، بلکې د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د ښار د ښکلا لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.


