د کوهدامن اوسېدونکو د ښاري پلانونو د پلي کولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید اغیزمنې هڅې وستایلې. د یادې سیمې اوسېدونکو د خیرخانې کوتل سړک د جوړولو او پراختیا او د ښار په کچه د لسګونو نورو لویو پروژو له پلي کېدو څخه خوښي وښوده او دا کار یې د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې مهم ګام وباله. کابل ښاروال له دوی سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې، د ښاریانو پر ځای او معقولو غوښتونو ته به د امکان تر بریده او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه وشي. کابل ښاروال وویل: " زموږ موخه د یوه آباد، سوکاله او منظم ښار جوړول دي، د کابل ښاروالۍ پرمختیايي پروژې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ په ټولو ناحیو کې پلې کېږي او د دغو پروژو په پلي کولو کې د ښاریانو رول مهم دی". نوموړي زیاته کړه: د خلکو له خوا د مسؤلینو هڅونه او د نظام له کړنو د خلکو حمایت ،د وطن د آبادۍ په برخه کې د مسئولینو هڅې لا ګړندۍ او د مسئولیت احساس پیاوړی کوي