
د لسمې ناحیې د مسئولینو له خوا له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۶۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۷۶) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي ؤ راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د یادې ناحیې له بازارونو څخه څارنې روانې دي. دغه راز له ښاریانو څخه غوښتنه کیږي چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. په همدې توګه اصنافو او پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د لوډسپیکر په کارولو سره په سړکونو او کوڅو کې د غږیزې ککړتیا رامنځته کولو او ښاریانو ته د مزاحمت لامل نشي.


