الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

زموږ راتلونکی، زموږ تر عمل پورې تړلی دی

"ناصري"

16814.jpg (2500 × 1100)

بې نظمي، ګډوډي، ککړتیا او خپل سري، هغه څه دي چې، یوه ټولنه، یو ښار او یوه سیمه له ستونزو او خنډونو سره مخ کوي او ټول ترسره شوي کارونه او لاسته راوړنې تر خپل سیوري لاندې راولي. په کابل ښار کې چې د هېواد پلازمېنه ده، په ځینو برخو کې یې یو لړ ستونزې تر سترګو کیږي، ځکه یو شمېر بې پروا ښاریان او ګرځنده پلورونکي یې د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي دي، چې په خپل دا شان ناوړه عمل سره د ټولنیزو چارو د ترسره کوونکو ادارو په تېره د ښاروالۍ ځیني فعالیتونه او کړه وړه تر پوښتنو لاندې راولي. په کوم ښار کې چې ښاري کلتور او ښاري نظم نه وي او یا هم کمزوري وي، نو خامخا به هلته ښاري او نورې ټولنیزې ستونزې زیاتې وي، ځکه ښاري ژوند په ښاري کلتور ولاړ وي. په هېواد کې د تېرو  شاو خوا څلور لسیزو ناخوالو، په دې هېواد په تېره کابل ښار کې د نورو برخو ترڅنګ، زموږ اصیل افغاني، اسلامي او ښاري کلتور هم زیانمن کړی او یا خو ېې له منځه وړی دی. که د کابل ښاریانو تېر ژوند ته نظر واچول شي، نو دا به په ډاګه شي چې، هغه مهال د دې ښار هر اوسېدونکي ښاري کلتور ته ځانګړې پاملرنه درلوده، د بیلګې په ډول، کوم وخت به چې د ښار او چاپېریال پاکولو په موخه تنظیفي حشر ترسره کېده، نو ډیری ښاریانو به په مینې او د مسئولیت په درک کولو سره پکې ګډون کاوه، خپله سیمه، خپل چاپېریال او د خپل ښار په پاکولو کې به ېې برخه اخیسته، خو نن ورځ دغه دود او کلتور په بېساري توګه کمزوری شوی، ځکه د ګوتو په شمار ښاریان دغه ټولنیز کار کې برخه اخلي، همدا وجه ده چې نن ورځ په ښار کې د نورو ټولنیزو ستونزو ترڅنګ، د کابل ښار په ځینو سیمو کې د ککړتیا نښې نښانې هم په سترګو کیږي. 

څنګه چې ښکاري نن ورځ د کابل ښاروالۍ اړونده ادارو کـاري ظرفیتونه تر بل هر وخت لوړ شوي، او کابل ښاریان یې په خپلو سترګو ویني چې، د وروستیو څلـورو کلونو په بهیر کې دغې ادارې د ښار په آبادولو، بیا رغولو، پاکولو، نظم راوستلو، زرغونتیا او نورو ټولنیزو چارو د ترسره کولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او اوس ېې هم کوي چې، پایله کې ېې د ښار او ښاریانو په وړاندې پرتو ستونزو او خنډونو تر ډیره کمښت موندلی او دغه لړۍ اوس هم د ښار په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ پر مخ روانه ده. که چېرې کابل ښاریان په هره برخه کې له دغې سترې خدماتي ادارې سره مرسته وکړي، نو لرې به نه وي چې له یوې خوا به په ښار کې شته ستونزې  ډیر ژر له منځه ولاړې شي او بل خوا به په راتلونکي کې د یوه آباد، سمسور، ښکلي او پرمختللي ښار شاهدان  و اوسو. په دې هم باید سترګې پټې نکړو چې،  دښاري ستونزو د له منځه وړلو او له کثافاتوڅخه د ښار د پاکولو په نیت، تنظیفي کارکوونکي شپه او ورځ هڅه کوي څو ښار د کثافاتو له شتون څخه پاک کړي، خو بیا هم په یو شمېر سیمو کې کثـافات تر سترګو کیږي، دا ځکه چې ځیني کابل میشت اوسېدونکي له یوې خوا په دې برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته نکوي او بل خوا په خپل چاپېریال کې د کثافاتو د خوریدو او بې نظمیو لامل هم ګرځي او په دې تمه وي چې، ښاروالۍ دې راشي او دغه کثافات به ټول کړي، چې د دوی دا شان ناوړه عمل، د ښاري کلتور د کمزورتیا لامل ګرځي. نو اوس  په دې موخه چې، هم مو ښار او چاپېریال له ستونزو او ناولیتاوو څخه پاک او هم مو ښاري کلتور لکه د پخوا په شان بیرته را ژوندی او پیاوړی شي، هر با احساسه ښاري ته په کار ده چې، په دې برخه کې له هیڅ راز مرستو او هلوځلو ډډه ونکړي او ترخپل توان پورې دې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دا باید په یاد ولرو چې، ښاریان هم د ښاري نظم ماتونکي او هم جوړونکي دي، نو ښه به دا وي چې د ورانولو او ماتولو پرځای، جوړولو ته ملا وتړي ترڅو کابل ښار آباد، ښکلی، زرغون او بیا ځلي سمسورشي.