د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: د سیمیزو آسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ، د ښار ښکلا ته هم پاملرنه کوو

25 حمل 1398

د لا ډیرو ښاری آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د چهار شنبه ورځ د ۱۳۹۸کال د وری میاشتي په ۲۱مه نیټه په لومړۍ ناحیه کې د غره لمني کورونو لپاره د زینو جوړولو، د غره لمني کورونو رنګ کولو او د قاضي بڼ رغولو چاري چې د فوتبال میدان، د ماشومانو لپاره د لوبو میدان، د اوبو څاه کیندل، د اوبو زېرمې جوړول او د ناولتیاوو لیږد په موخه د زرنج وسایطو اخیستل پکې شامل دي د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز له لوری يې د جوړولو چاري د پټي په پریکولو سره پيل شوي. هغه غونډه چې په همدې تړاو جوړه شوي وه کابل ښاروال وویل: سږکال د هیواد د خپلواکۍ ۱۰۰مه کلیږه هم ده او له دي ویاړلي ورځي څخه لمانځنه د ټولو افغانانو ګډ ویاړ ده، نو اړینه ده چې سږکال د رغولو له لاری د سیمیزو آسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ، د ښار ښکلا ته هم پاملرنه وکړو، چې دا چاره مو د ښار له لومړۍ ناحیه څخه چې فرهنګي میراثونه لری او له لوړ اقتصادی ارزښت څخه برخمنه ده پيل کړه، او د ښار په ټولو ناحیو کې به په پرلپسي توګه پلي شی. د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالۍ یادې پروژې د هبیتات دفتر او د سیمي خلګو په ګډون عملي کوي چې په پلي کیدو سره به یې د یادې ناحیې اوسیدونکو ته ګڼ شمیر سیمیزې آسانتیاوي رامنځته شي او خلګو ته به هم د پروژو پلي کولو پرمهال د مناسب کار کولو زمینه برابره شی.