
د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلوپه موخه، د اتمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په ترڅ کې (۳۲۰۰) کیلوګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نیټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز(۲۱۸) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه، ټاکلي ځای ته ولیږدول شول. د اتمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر مولوي احسان الله په دې اړه وویل: په دغو موادو کې شیدې، قیماق، پنېر، چاکلیټ، بسکویټ، کیک، شات(عسل)، پاپړ، مکروني، د غاښونو کریم، صابون، پوډر او ډول ډول غیر الکولي مشروبات شامل دي. له پلورونکو څخه غوښتنه کېږي چې د غیر معیاري او بې کیفیته توکو له پلورلو او د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي


