د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه بختیار کې د پنځو کوڅو جوړولو چارې پيل شوي

25 حمل 1398

 

د روان کال وری میاشتي په ۲۲مه نیټه پنجشنبې په ورځ د شپږمې ناحیې اړوند قلعه بختیار په ۲۲م ګذر کې د پنځه کوڅو او سړک جوړولو چارې چې کابل ښاروالۍ تشویقي پروګرام کې شامل دي، د دي ادارې د ټولنیزو چارو او کلتوري معین مرستیال سرڅیړونکی فاضل شریفي له لوري پيل شوي. دغه سړک چې د ملګرو ملتونو اسکان بشر هبیتات دفتر (ښار ټولو لپاره) پروګرام په مرسته رغول کیږي، په ټولیزه توګه ۱۳۰۹متره اوږدوالی لري او د خلګو له لوري د ښاري ټکسونو په وخت ورکولو له امله د کابل ښاروالۍ په تشویقي پروګرام کې شامل شوی چې جوړولو سره به یې د ژمي په موسم کې د خټو او د اوړی په موسم کې د خاورو پاشلو مخنیوي ترڅنګ خلګو ته نوري ښاري آسانتیاوې هم رامنځته شي. کابل ښاروالۍ په پام کې لری د هم مهالې ودې په نظر کې نیولو سره د پلان شویو پروژو پلي کولو ترڅنګ، هغه ښاریان چې په خپلو سیمو کې د ښاري چوپړونو ټکسونه په خپل وخت ورکوي د دې ادارې له لوري په هغو سیمو کې تشویقي پروژې هم پلي کړي.