
د کابل ښار په یو شمېر سړکونو او څلورلارو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په اړه د کابل ښاروالۍ او د کابل د ترافیکو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر او د کابل د ترافیک پولیسو رئیس مل پاسوال ملا بشیر اخند، د سړکونو او پلونو جوړولو او نورو زیربنايي پروژو د پلانونو پلي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د پروژو د پلي کولو پرمهال د اړوند ادارو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: " د سړک جوړونې پروژو د پلي کولو پرمهال باید بدیلې لارې و سنجول شوي ترڅو ښاریان د تګ راتګ په برخه کې له ستونزو او ترافیکي ګڼه ګوڼې سره مخ نه شي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، د کابل ښار اوسنیو اړتیاوو ته په کتو به په کابل ښار کې د سړکونو او هوايي پلونو د جوړولو د یو شمېر نویو پروژو چارې پیل شي او د ترافیکي جریان د مدیریت په موخه باید له بدیلو لارو څخه ګټه واخیستل شي. ورته مهال د کابل د ترافیک پولیسو رئیس د ترانسپورتي زیربناوو د ښه والي په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه او د ترافیکي نظم د طرحو پلي کولو په برخه کې یې د دواړو ادارو ترمنځ په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. همدا راز په دې ناسته کې د ګڼه ګونې د کمښت په برخه کې د اغیزمنو طرحو په پلي کولو او په کابل ښار کې د ترانسپورتي وضعیت په ښه کېدو هم ټینګار وشو


