الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ځوانانو ځواک؛ د ملت د راتلونکي بنسټ

فهیم "دانش"

16838.jpg (1200 × 528)

دا چې د ځوانانو پر ځواک او د هغه د وجود په وړتیاوو پوه شو نو په کار ده چې، په ټولنه کې ځوان نسل ته ځانګړې پاملرنه وکړو، هغوی ته فرصتونه برابر او د چارو په برابروالي او پرېکړو کې پوره ونډه ورکړو. د ځوانانو پر ځواک او د وجود پر وړتیاوو د ګڼ شمېر لیکوالانو او پوهانو لیکنې او نظرونه شتون لري، چې په دې لیکنه کې به هم ورباندې رڼا واچول شي:

له هر څه د مخه باید ځوانان وپېژنو او د هغوی اړتیاوو ته پوره ځیر شو. ځوانان د هرې ټولنې د پرمختګ، نوښت او بدلون اصلي محور ګڼل کېږي، چې د ملت فکري، اقتصادي او کلتوري وده پياوړې کوي. هر کله چې یو ملت وغواړي د پرمختګ او ثبات خوا ته ګام پورته کړي،نو اړتیا ده چې د خپلو ځوانانو روزنې، ملاتړ او ځواکمنتیا ته لومړیتوب ورکړي.

په اوسني عصر کې د ځوانانو د بریا لپاره د زده کړې کیفیت او د نویو مهارتونو زده کول خورا اړین بلل کیږي. د سند ترلاسه کول بسنه نه کوي، بلکې عملي پوهه، مسلکي وړتیا او همدارنګه د کار وړتیا د ژوند لوری بدلولی شي.

د هېواد هر اړخیز پرمختګ لپاره مسئولین باید د ځوانانو د زده کړې او کارموندنې په برخه کې هڅه وکړي، څو دوی وکولای شي د خپل هېواد دننه د ځان او نورو لپاره کاري او پرمختیایي فرصتونه برابر کړي. که د ځوان نسل انرژي د هېواد د جوړونې لپاره وکارول شي، نو نه یوازې اقتصادي ثبات راځي، بلکې ټولنه له فقر، بې‌کارۍ او نا امیدۍ څخه ژغورل کېږي.

ځوان نسل د هر ملت د پرمختګ او نوښت اصلي ځواک بلل کېږي او دا هغه قشر دی چې، د فکر، انرژۍ، استعداد او احساس له پلوه بډایه وي.

د ځوانانو د انرژي په سمه لاره رهبري، د یو ملت له وروسته ‌پاتې حالت څخه د پرمختګ او ثبات لور  ته د تللو لامل ګرځي. خو له بده مرغه باید ووایو  چې، زموږ په ټولنه کې د ځوانانو دا ځواک ډېری وخت یا ناسم لوري ته تللی وي، یا هېڅ ترې ګټه نه وي اخیستل شوې او دا هغه حالت دی چې، کورنۍ او مسئول خلک یې باید د بدلېدو فکر وکړي، ځکه ملتونه هغه وخت پرمختګ کوي کله چې خپل ځوان نسل د ودې، کار او مسؤلیت پر لور  وهڅوي. ملت هغه وخت پیاوړی کېږي، چې د هغه وګړي د خپل هېواد د ودې، پرمختګ او ثبات په موخه، په ګډه کار وکړي. د ملت پیاوړتیا یوازې په دولت یا رهبرۍ پورې تړاو نه لري، بلکې دا د هر ځوان، هر ښوونکي، هر بزګر او هر کارکوونکي ګډ مسئولیت دی. یو ملت هغه وخت ځواکمن وي، چې د ټولنې هره برخه خپله ونډه د صداقت، مینې او خدمت پر اساس تر سره کړي.

له بلې خوا، د ټولنیزو رسنیو اغېز د ځوانانو په ژوند کې ډېر ژور شوی دی.

په اوسني عصر کې ټولنیزې رسنۍ د انسان د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده، په ځانګړي ډول د ځوان نسل لپاره. دا رسنۍ د اړیکو، زده‌کړې، خبرتیا او د فکر د څرګندولو یوه مهمه وسیله ده.

فېسبوک، اېکس (ټوېټر)، انسټاګرام، ټېک ‌ټاک، یوټیوب او نورې برېښنایې رسنۍ اوس د ځـوانانو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده چې د هغوی د فکر، چلند او مهارتونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.

ځوانان کولای شي د نړۍ له بېلابېلو خلکو سره د ټولنیزو  رسنیو پر مټ اړیکه ټینګه کړي، چې دا اړیکې نه یوازې د پوهې د پراخېدو  لامل ګرځي، بلکې د زغم، تفاهم او ګډ فکر کلتور هم پیاوړی کوي. د بېلګې په توګه، یو ځوان کولی شي د انټرنېټ له لارې له نورو هېوادونو د زده‌کړې برنامو، علمي لیکنو او مهارتونو څخه ګټه واخلي، چې دا چاره یې د فکري ودې او مسلکي پرمختګ لامل کېږي.

باید وویل شي چې، دا وسایل که په سمه توګه وکارول شي، د پوهې، اړیکو او پرمختګ وسیله ګرځي، خو که بې ځایه وکارول شي، نو د وخت ضایع، فکري ګډوډي او رواني فشارونه رامنځته کوي.

له همدې امله، د ځوانانو لپاره اړینه ده چې د رسنیو کارونه د مثبت بدلون، زده ‌کړې او سالمې تفریح په موخه ترسره کړي.

په پای کې باید وویل شي چې، اسلامي لارښوونې هم پر دې ټینګار کوي چې د ځوانۍ وخت د الله تعالی یو امانت دی او  د هر انسان څخه به پوښتنه کېږي چې دا عمر یې په څه تیر کړ؟ نو که یو ځوان له خپل ځواک، عقل او احساس څخه د خیر، زده‌کړې او خدمت په لاره کې کار واخلي، نو نه یوازې خپل راتلونکی جوړوي، بلکې د ټول ملت د راتلونکي بنسټ هم پياوړی کوي.