الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له ۱۹مې ناحیې څخه د لیدنې پر مهال د ښاري خدمتونو د کیفیت په ښه والي ټینګار وکړ

6 عقرب 1404

 16840.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دې ادارې له اړوند ریاستونو څخه د خپلو څارنو پر دوام، دا ځل له  ۱۹مې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه او د دې ناحیې کاري او خدماتي وضعیت یې له نږدې و ارزاوه. نوموړي په دې لیدنه کې د غوره ښاري خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د ښاروالۍ کارکوونکي باید خپلې دندې د ژمنتیا او د خلکو پر وړاندې د بشپړ صداقت او ایماندارۍ په روحیې سره ترسره کړي.  کابل ښاروال خبرداری ورکړ چې، په هیڅ اداره کې د دندې په ترسره کولو کې ځنډ او غفلت د منلو وړ نه دی او د اداري نظم د ټینګښت په موخه به د مکافاتو او مجازاتو اصل په جدي توګه پلي شي.  نوموړي ۱۹مه ناحیه د پراختیا په حال کې ناحیه وبلله او د غیر معیاري ودانیو په مخنیوي او د ښاري اصولو او مقرراتو په رعایتولو یې ټینګار وکړ. همدار راز  کابل ښاروال د ښاري خدمتونو د ارزونې په برخه کې د فرعي سړکونو د جوړولو، د کثافاتو د غوره مدیریت، د زرغونو سیمو پراختیا، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، د ښاري نظم د ټینګښت او په نورو مهمو ښاري مسایلو ټینګار وکړ او اړوند مسئولیتونه او مکلفیتونه یې په ګوته کړل ترڅو یې په اغېزمنه توګه په پلي کولو سره، د سیمې وضعیت ښه او د ښاریانو د رضایت کچه لوړه شي