الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

6 عقرب 1404

 16844.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لوري د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا پله ، میرزاعبدالقادر بیدل ( قصبې) سړک او نورو  ورڅېرمه سیمو په بازارونو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو او یادې سیمې له ښاري بې نظمیو پاکې شوې. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم آمر عتیق الله په دې اړه وویل: له څو ځلي خبرتیاوو وروسته په یادو سیمو کې د هټیو د مخې ناقانونه رغونو، په پلیو لارو کې خنډونو، ناقانونه تاسیساتو او نورو ښاري سرغړونو ته رسېدنه وشوه. د قانون د حاکمیت او د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، کابل ښاروالۍ په بېلابېلو ناحیو کې خپلې برنامې پلې کوي او ټینګار کوي چې، سړکونه او پلې لارې عامه ملکیتونه دي او هېڅ حکمي او حقیقي شخص ترې د شخصي ګټې اخیستنې حق نه لري. ورته مهال سرغړونکو ته خبرداری ورکړل شو چې، په خپلو فعالیتونو پلې لارې او سړکونه بند نه کړي او ګرځنده پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د چاپېریالي ستونزو او ګڼه ګوڼې د رامنځته کېدو لامل نشي