
ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د وسایطو پرمخ د سړکونو د پرانیستلو په موخه، د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې له مخې، د ګمارل شوې کمېټې له خوا د ښار په کچه له سړکونو څخه د کانکرېټي خنډونو د پاکولو لړۍ روانه ده. دا لړۍ چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ، د کابل ښاروالۍ او د اړوند کمېټې د نورو غړیو ادارو په مرسته پر مخ روانه ده، موخه یې د بندو سړکونو او پلیو لارو پرانیستل دي. د یادې کمېټې له خوا د تر سره شوې لومړنۍ سروې له مخې، تر اوسه د کابل ښار په کچه (۲۷۰) سیمې پېژندل شوې دي چې، شته خنډونه به ترې پاک شي او دا لړۍ به دوام ولري. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغو حکمي او حقیقي کسانو څخه چې، د خنډونو پاکولو په برخه کې یې همکارې کړې ده مننه کوي او وایي چې، په سړکونو، د کورونو او دفترونو مخې ته د کانکرېټي خنډونو شتون د ښار په کچه ترافیکي ستونزې رامنځته کړې وې. په یوه نوي اقدام کې د قرغې د سړک یوه برخه له کانکرېټي خنډونو پاکه شوه. همدا راز په وروستیو ورځو کې د ښار له یو شمېر نورو سیمو څخه هم پرته له اړتیا اېښودل شوي کانکرېټي خنډونه پاک شوي دي چې، دا کار د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. د یادونې وړ ده چې، په وروستیو شاوخوا څلورو کلونو کې کابل ښاروالۍ څه باندې (۱۰۰) سړکونه او لارې له کانکرېټي خنډونو پاک کړي او د ښاریانو پرمخ پرانیستل شوي دي. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ښاري نظم د ساتلو او له ښاري سیمو څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې همکاري وکړي


