
د کابل ښاروالۍ له لوري د ګڼ شمېر لوبغاړو په ګډون د تکواندو د خزاني جام سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو د کابل ښاروالۍ د ټیټ عمر لرونکو، نویو ځوانانو او ځوانانو د ۹ لوبډلو او د ښار د ورزشي کلپونو لوبغاړو ګډون کړی وو. د خزاني جام د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني لوبغاړي وهڅول او ویې ویل: " د کابل ښاروالۍ مشرتابه له لوبو او لوبغاړو ملاتړ کوي؛ ځکه د ورزش د کلتور په بډایه کولو سره یوې سالمې ټولنې ته رسېږو، لوبې او ورزش د ځوانانو د سالم وجود په لرولو کې مرسته کوي". ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، له دې سیالیو څخه موخه سالمو بوختیاوو او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي. نوموړي زیاته کړه چې، د سیالیو په پای کې به په ګټونکو لوبغاړو ډالۍ او ستاینلیکونه ووېشل شي څو د لوبو او ورزش انګیزه یې لا پیاوړې شو. ګډون کوونکو ورزشکارانو د کابل ښاروالۍ له دې اقدام څخه مننه وکړه او د داسې سیالیو په ډېرېدو یې ټینګار وکړ. دوی وویل چې، له لوبغاړو او ورزشکارانو څخه د ادارو او بنسټونو ملاتړ، د استعدادونو د موندلو، ټولنیز یوالي او د ښاري ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي. دا سیالۍ په یوه صمیمي چاپېریال کې ترسره شوې چې، د کابل ښاریانو او ورزشکارانو له دروند هرکلي مخ شوې او د ګډونوالو ورزشي تنده یې ماته کړه


