الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشت ګونو ناحیو د چاپېریالي روغتیا د مدیرانو کړنې او فعالیتونه وارزول شول

7 عقرب 1404

 16859.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ د دوه ویشت ګونو ناحیو د چاپېریالي روغتیا له مدیرانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د چاپېریالي روغتیا د مدیرانو کړنې و ارزولې او هغه مسئولین چې، پلانونه یې په ښه توګه پلي کړي ؤ وستایل شول او یو شمېر نورو ته چې، د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې ځنډ او غفلت کړی ؤ، جدي سپارښتنې وشوې. دغه راز په بازراونو کې د اصنافو د چاپېریالي روغتیا د وضعیت د ښه والي په اړه هم بحث او خبرې وشوې. ښاغلي سجستاني ټینګار وکړ چې، له چاپېریالي ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې دې له ور څېرمه ناحیو سره په همغږۍ کې منظم، دوامدار او پایله لرونکي فعالیتونه ترسره شي. نوموړي له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د لوډسپکرونو راټولولو، د هوا ککړونکو سرچینو د لمنځه وړلو، له تېر وخته او بې کیفیته توکو له پلور څخه د مخنیوي، د هټیو مخې ته او په عامه ځایونو کې د څارویو له حلالولو څخه د مخنیوي او د ښاري نظم د رعایتولو په برخه کې مدیرانو ته اړینې سپارښتنې وکړې. د ښاري خدمتونو مرستیال څرګنده کړه چې، په دنده کې غفلت د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د منلو وړ نه دی. نوموړي د چاپېریالي روغتیا مدیرانو ته یو لړ مسئولیتونه وسپارل او له دوی څخه یې وغوښتل څو خپل پلانونه په جدي توګه د حمایوي او تقویتي برنامو له لارې تعقیب کړي. د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې، د ناحیو په کچه دې د قصابانو له فعالیتونو څخه په کلکه څارنې وشي څو د هټیو مخې ته او په نور غیر مجاز ځایونو کې د څارویو له ذبح کولو ډډه وکړي او د اړتیا وړ غوښه په قانوني مسلخونو کې چمتو کړي