د ورستیو اورښتونو او سیلابونو مهار کولو لپاره د کابل ښاروالۍ عملیاتي او تخنیکي ټیمونو دهڅو په دوام چې ورته دنده سپارل شوي، نن ورځ د روان کال د وری میاشتي په ۲۷مه نیټه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو چارو او کلتوري معین مرستیال سر څیړونکی محمد فاضل شریف د دي ټیمونو له کړنو څخه په بیلا بیلو سیمو کې لیدنه وکړه. نوموړي د احتمالي خطرونو څخه د مخنیوي لپاره وویل چې یوه اونۍ وړاندې د دي ادارې ټول امکانات د سیلابونو د مهار کولو لپاره چمتو شوي او د سیمي اوسیدونکو ته په زرګونه بوری ویشل شوی همدارنګه د دي ادارې کارکونکي خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو له د سیلابونو له خطرونو څخه مخنیوي وشي. نوموړي زیاته کړه چې پرسونل او ماشینري ته دنده ورکړل شوي ترڅو د شپي له خوا هم خلګو ته چوپړونه وړاندې کړي.
د سیلابونو مهار کولو په اړه د کابل ښاروالۍ عملیاتي ټیمونو هڅي دوام لری
28 حمل 1398