د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهوررئیس غني په کابل کې له سېلاب ځپلو سیمو څخه لېدنه وکړه

28 حمل 1398

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس جلالتمآب محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل سېلاب ځپلو سیمو څخه لېدنه وکړه. جمهوررئیس د کابل ښار پنځمې ناحیې قلعه واحد سیمې ته ورغی او سېلاب ځپلو سره په کتنه کې یې د هغوی د وضعیت پوښتنه وکړه. جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د سېلاب د مخنیوي لپاره ترتیبات نیول کېږي او د کابل سیند غاړې له غصب څخه تصفیه کېږي، ځکه د سیند حریم ملت پورې مربوط دی. جمهوررئیس د پایتخت زون ادارې او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د زیانمنو شویو سیمو بیړنۍ سروې دې وکړي او دغه راز د کابل والي ته یې امر وکړ چې ژر تر ژره د زیانمنو شویو کسانو نوملړ ترتیب کړي چې بیړنۍ مرستې ورسره وشي.