
د فشار، خپګان او اضطراب مخنیوی
ابویاسر پښتون
د انسان د بدن هره برخه د خالق تعالی د قدرتونو یوه لویه نښه ده او د بدن هر غړی یې د خپلې ځانګړنې او دندې له مخې له خورا اهمیت څخه برخمن دی. که وکتل شي د انسان په وجود کې یوه ډېره وړه برخه هم داسې یوه دنده پرمخ وړي چې، په نه شتون یې انسان له ډیرو لویو ننګونو سره لاس او ګریوان کیږي. پاک او سالم چاپېریال، له ناخوالو او ننګونو څخه پاکه ټولنه او دغه راز ددې برعکس، هغه څه دي چې، نیغ په نیغه له ذهني روغتیا سره اړیکه لري، الله(ج) چې چې انسان ته یې د ژوند ټولې آسانتیاوې برابرې کړې دي لکه هوا، اوبه، خواړه، ځنګلونه، ځمکه، غرونه، حیوانات، الوتونکي،نباتات. او ... خو انسان چې کله د دغو نعمتونو قدرداني ونه کړي، نو طبیعت به له بېلابېلو ککړتیاوو، ناخوالو او ننګونو سره مخ شي او زیان یې بېرته هم همدغه انسان ته رسیږي او پایله کې به له ډول ډول ناروغیو سره مخ شي چې، یوه یې هم ذهني ناروغي او فکري نا آرامتیا ده.
ذهني روغتیا د انسان د وجود یوه داسې پټه او خاموشه برخه ده چې، ډېری خلک یې نه درک کوي او نه ورته هومره ارزښت ورکوي، لکه څنګه چې فزیکي (بدني) روغتیا ته ورکول کېږي. که انسان له فزیکي پلوه پیاوړی هم وي، خو که ذهني روغتیا ونه لري، نو هغه به د ژوند له ښېګڼو او سکون څخه بېبرخې وي.
نن سبا ډېر خلک د فشار، خپګان او اضطراب ښکار شوي دي، ځکه یا خو دا نښې نه پېژني، یا یې شرم ګڼي چې له نورو سره پرې خبرې وکړي.
په دې لیکنه کې د ذهني روغتیا اهمیت، د فشار، خپګان او اضطراب نښې، لاملونه او د مخنیوي لارې چارې تر بحث لاندې نیول شوې دي.
د ذهني روغتیا اهمیت:
ذهني روغتیا د انسان افکار، احساسات، چلند او له ستونزو سره د مقابلې وړتیا تنظیموي. که یو څوک ذهني روغتیا ولري، نو هغه کولی شي خپل ورځنی ژوند په ښه توګه پرمخ یوسي، د ټولنې له نورو وګړو سره ښې اړیکې وساتي، د ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي او تصمیمونه په سمه توګه ونیسي. د ذهني روغتیا درلودل، یوازې د ناروغۍ نه شتوالی نه دی، بلکې د ذهن، زړه او احساساتو یو مثبت حالت دی.
د فشار، خپګان او اضطراب نښې:
خپګان: زړه تنګي، ناامیدي، بېحوصلګي، بېخوبي یا ډېر خوب، د ژوند څخه خوند نه اخیستل هغه څه دي چې، په وجود کې د خپګان نښې را په ګوته کوي.
فشار: د ذهن ډېر بوختوالی، ژر غوسه کېدل، د معدې دردونه، سرخوږی او د زړه تېز ټکانونه هغه څه دي چې، د انسان په وجود کې د فشار شتون راڅرګندوي.
اضطراب: بې ځایه وېره، د ناکامۍ احساس، پرته له کوم حقیقي علت څخه د خطر احساس او د تمرکز کموالی د اضطراب نښې او علامې دي.(https://www.mayoclinic.org د خپګان او اضطراب نښې، علتونه، او درملنه)
که دا نښې اوږدې شي او درملنه یې و نهشي نو دا نه یوازې ذهن خرابوي، بلکې نورې فزیکي ناروغۍ هم رامنځته کوي.
د ذهني فشار اسباب:
ټولنیز او کورنی فشـار: د کورني تاوتریخوالي، بېعدالتۍ یا بې مسؤلیتۍ له امله.
تعلیـم او د دندې فشار: د امتحانونو، دندې یا اقتصادي ستونزو له کبله.
تکنالوژي او ټولنیزې رسنۍ: د نورو ژوند ته کتل، ځان بې ارزښته ګڼل.
د ناسم ژوند طریقه: بې خوبي، ناسم خوراک، لږ فزیکي فعالیت.
ناوړه پېښې: د کورنۍ د کوم غړي یا دوست له لاسه ورکول، طلاق، یا د ژوند کومه بله ناوړه پېښه. (https://www.apa.org/topics د روانـي ناروغیو، فشار، او مشورې اخیستلو په اړه مسلکي لارښوونې.)
د مخنیوي او درملنې لارې چارې:
۱- لـه بــاور وړ کسـانو ســره خبرې کول:
د خپلو احساساتو ښکاره کول مرسته کوي چې ذهن خلاص او فشار کم شي.
۲- ورزش او فزیکي فعالیتونه:
هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې پلي ګرځېدل یا ورزش کول د ذهن سکون زیاتوي.
۳- مناسب خــوب او متــوازن خوراک:
د خوب کمښت او ناسم خوراک د ذهني فشار لامل ګرځي. هڅه دې وشي چې منظم ژوند ولرو.
۴- دعا، مراقبه او ذکر:
روحـاني سکـون د ذهنـي ستونزو لپاره ګټور درمل دي.
۵- د مسلکي مرستې اخیستل:
که ذهني فشار ډېر زیات شي، نو باید له یو اروا پوه یا مشاور څخه مرسته واخستل شي.
(https://www.mind.org.uk) د ذهنـي روغتیا عام فهم، د خلکو لپاره منابع او د اضطراب سره د ژوند لارې.)
پایله:
ذهني روغتیا د انسان د ټول ژوند بنسټ دی.
که ذهن روغ نه وي، نو انسان له خپل ژوند څخه هېڅ خوند نه شي اخيستی. باید دا درک کړو چې خپګان، اضطراب او فشار یوازې "کمزوري" نه ده، بلکې دا هم د انسان یوه طبیعي اړتیا ده چې، باید ورته پاملرنه وشي.
د ذهني ناروغیو پټ ساتل یا یې له درملنې ډډه کول، دا ستونزې نورې هم ژوروي.
نو راځئ چې هم خپل ذهن ته پاملرنه وکړو او هم د نورو احساساتو ته درناوی ولرو!


