الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له وخت څخه ګټه اخیستل د بشر لپاره لوی نعمت دی

شاه محمود "درویش"

16964.jpg (5000 × 2200)

په بشري ژوندانه کې وخت ډیر مهم او ارزښتناک عنصر بلل شوی او د انسان په ژوند کې ډیر لوړ اهمیت لري. په واقعیت سره چې وخت ته ارزښت ورکول زموږ ژوند ښیرازه کوي. د وخت اهمیت له هغه ځایه پېژندل کېږي چې، انسان هرڅه له لاسه ورکړي، امکان لري هغه بېرته لاسته راوړي خو وخت چې کله تېر شو، د بیرته راتلو امید یې نشته. له همدې کبله وخت ډیر قیمتي غمی دی چې د انسان په واک کی دی او د یوه عاقل انسان دنده داده چې، د هغه په وړاندې دومره حساس وي لکه څنګه چې بخیل انسان په خپل مال او ثروت باندې حساس وي. له وخت څخه غوره ګټه اخیستنه د ټولو انسانانو لپاره د اهمیت وړ ده، ځکه د انسان عمر په تېریدو دی او انسان باید د خپل ژوند د هرې شیبې، دقیقې او ثانیې څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي او پرې نږدي چې خپل قیمتي وخت یې له دنیوي او اخروي ګټې پرته او یا دا چې د الله(ج) له مخلوق سره په خدمت نه کولو، د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو څخه پرته بې ګټې او بې پایلې تېر شي. دا چې الله پاک(ج) انسان اشرف د مخلوماتو پیدا کړی او د نورو مخلوقاتو څخه یې ورته غوره والی ورکړی، چې دا غوره والی په خپل  ذات کې انسان د معنویت او عبودیت لوړ معراج ته رسوي. له همدی کبله هر څومره چې د انسان مقام او منزلت صعودي منزلونو ته پورته کیږي، په هماغه اندازې سره یې مسئولیت او مکلفیتونه ډیر ېږي او د الله تعالی د هر نعمت په وړاندې د پوښتنې او مسئولیت وړ ګرځي. 

هېره دې نه وي چې، مومن مسلمان تر هرچا وړاندې د وخت په ارزښت پوهېږي، ځکه ایمان لري چې الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه د عمر په اړوند ورڅخه وپوښتي چې، خپل عمر دې په کومو کارونو کې تیر کړ او د ځوانۍ قوت څخه دې څنګه ګټه پورته کړه؟ او په هیڅ ډول اجازه نه ورکوي چې خپل عمر یې په بیکاره او بی ګټې کارونو کې تېر شي او د هغو تباه کوونکو طوفاني بیځایه بوختیاوو ښکارشي چې، نه ورته دیني او نه ورته دنیایي ګټه رسوي، ځکه مسلمان انسان ایمان او باور لري چې عمر د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ او سعادت لاسته راوړلو لپاره پانګه ده او د هغې په له منځه تلو باندې هیڅکله نه خوښیږي.

کله چې سهار شي لمر له ختیځ څخه څرک وکړي مسلمان انسان دا احساسوي چې، په لوړ  آواز  هغه مخاطب ګرځیدلی او ورته ویل کېږي: ای انسانه! زه نوی خبریم او ستا په کارونو کتنه کوم، زما وجود غنیمت وبوله! او هغه د دنیا او آخرت نیکو کارونو کې ولګوه! ځکه زه بیا په همدغه وخت تاته نه راځم. نو په دې سره مسلمان هڅه کوي چې نن یې تر سبا او سبایې تر نن څخه ښه راشي او په دې توګه د خپلو دیني او دنیایي چارو د سمون په موخه، د امکان تر بریده بې دریغه هڅه او هاند کوي. مسلمان خپل وخت ته ډیر ارزښت ورکوي. ځکه وخت دده عمر دی، نو که اجازه ورکړي چې عمر یې ضایع شي او پریږدي چې ستونزې یې لاندې کړي نو په حقیقت کې یې په خپل دغه کار سره له ځان سره ډیره جفاء کړې ده.

پاک الله(ج) انسان ته ډیر نعمتونه ورکړي دي چې، یو له دغو لوړو نعمتونو څخه وخت دی. وخت داسې نعمت دی چې، نور  نعمتونه ورسره سیالي نشي کولی، وخت داسې څه دی چې تېریږي او پای ته رسیږي او نشو کولای هغه په یو ځای ودروو او یایې بېرته تر لاسه کړو. د اسلام ستر پیغمبر(ص) په دې اړوند فرمایلي: ژباړه: « د الله دوه نعمتونه دي چې ډیر خلک په کی بی پروایې کوي او  ضایع کوي یې، هغه روغتیا او  وخت دی. همدارنګه په بل حدیث شریف کې یې فرمایلي دي: ژباړه: پنځه شیان مخکې تر پنځو نه غنیمت وبولئ، ژوند مخکې له مرګه، روغتیا مخکې له ناروغۍ ، فراغت مخکې تر بوختیا، ځواني مخکې تر بوډاتوپ او شتمني مخکی تر بېوزلۍ. البته دې ټکي ته موباید پام وي چې، وخت یعنې فرصتونه او له وخت څخه ګټه اخیستل د بشر لپاره لوی نعمت دی، نو په ځای خبره ده چې وايي: وخت سره  زر  دي، خو سره زر یې د پښو په دوړو  پسې هم نه رسیږي، ځکه که چیرې سره زر(طلا) له لاسه ورکړي، نو هغه بیا لاسته راوړلای شې، خو وخت چې یو ځل له لاسه ووت، بیا نه راګرځي. نو  اړتیا ده چې، د خپل ژوند له هرې شیبې څخه ګټه واخلو ، وخت ډیر ارزښت لري، ځکه وخت د انسان ټول ژوند رانیسي، د انسان عمر په دنیا کې محدود دی او هغه نشو کولی چې زیات یا یې کم کړو، د ګټې نه اخیستنې پر مهال نشو کولای هغه زېرمه کړو، باید د ژوند کولو له فرصتونو او شیبو څخه په ښه توګه ګټه پورته شي. نو اړینه ده چې مومن مسلمان د هرې ورځې له تېریدو څخه  د خپل ځان لپاره پند واخلي، ځکه ورځ او شپه هر نوی زړوي او هر لېرې رانږدې کوي، عمرونه لنډوي، ماشومان زړوي او زاړه بلې نړۍ ته بیایي. مومن مسلمان باید له شپې او ورځې څخه غافله نشي، بلکې باید په فکر کې وي او له هغه څخه پند واخلي.