الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو او ترانسپورت اقتصادي اهمیت

عصمت "شګیوال"

16965.jpg (5000 × 2200)

د سړکونو جوړونه او رغونه یوازې د تګ راتګ لپاره نه ده، بلکې دا د اقتصـاد پیاوړتیـا، د کرنیـزو محصولاتو لېږد، د سوداګرۍ د ودې او د ټولنیز یووالي یوه اساسي وسیله ده.

د سړکونو او لویو لارو جوړول د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ، د خلکو د ژوند د آسانتیا او د ټولنیز ثبات لپاره یو مهم ګام دی چې له دې سره نه یوازې د هېواد دننه تګ راتګ آسانه کېږي، بلکې د سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره هم زمینه برابریږي.

سړکونه او ترانسپورت د هر هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ملا تیر ګڼل کېږي. په نړیواله کچه د ترانزیت او ترانسپورت شبکې (ځمکنۍ، سمندري، هوایي او د ریل پټلۍ) د اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري.

افغانستان چې په وچه کې پروت هېواد دی، سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري، نو ځکه د سړکونو او ترانسپورت ښه سیستم زموږ د اقتصاد د ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

پوښتنه دا ده چې آیا د سړکونو او ترانسپورتي سیستم غوره جوړښت، د اقتصاد په پیاوړتیا اغېز لري؟ 

د سړکونو اقتصادي ارزښت:

سړک نه یوازې د خلکو د ژوند آسانتیاوې زیاتوي، بلکې د سوداګرۍ، صنعت او کرنې په پرمختګ کې هم بنسټیز  رول لوبوي.

د سړکونو په وسیله د هېوادونو تر منځ اړیکې ټینګېږي، سوداګري پراخېږي او بازارونو  ته د کرنیزو  محصولاتو  لېږد اسانه کېږي.

ښه سړکونه د کرنیزو توکـو، صنعتي محصولاتو  د لېږد  لپاره حیاتي ارزښت لري.

کله چې د یو ولایت یا ولسوالۍ ترمنځ سړکونه معیاري وي، نو توکي په وخت بازار ته رسېږي، د ترانسپورت لګښتونه راټیټیږي او د خلکو عاید لوړيږي.

همدارنګـه د خلکو د تګ راتګ، سیاحت او د نویو  بازارونو  موندلو  لپاره نوې لارې پرانیزي.

که په هېواد کې معیاري سړکونه جوړ شي، اقتصادي وده به رامنځته شي، د خلکو د ژوند کچه به لوړه شي، بزګران به وکولای شي خپل محصولات په وخت بازار ته ورسوي او سوداګر به د لوړو  کرایو او  د وخت د ضایع کېدو  له ستونزو خلاصون ومومي.

په اقتصاد کې د معیاري ترانسپورتي سیستم رول:

غوره ترانسپورتي سیستم (موټر، بسونه، ریل ‌پټلۍ او هوايي دهلیز) د سوداګرۍ د پراختیا تر ټولو مهم عناصر دی. دا سیستم د وخت سپما کوي، د سوداګرو  ترمنځ اړیکې ټینګوي او د صادراتو او  وارداتو د آسانتیا لامل ګرځي.

د افغانستان جغرافیایي موقعیت داسې دی چې، که غوره  ترانسپورت ولري، د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ترانزیت یوه مهمه لاره ګرځېدلی شي.

د سړکونو او  ترانسپورت د پرمختګ لپاره باید د حکومت ترڅنګ، خصوصي سکتور  ته هم د پانګونې زمینه برابره شي.

د سړکونو  بیارغونه، د ریل‌ پټلۍ جوړول او د سیمه ‌ییزو لارو نښلول کولای شي د هېواد اقتصاد ته نوې بڼه ورکړي. د ترانسپورتي زیربناوو پرمختګ کرنیز محصولات او سوداګریز  توکي بازارونو  ته په آسانه او ارزانه توګه رسېږي او د اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او اداري فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم بنسټ جوړوي.

کله چې خلک د ښارونو او کلیو ترمنځ په آسانه تګ راتګ وکړي، دا د ټولنیزې همغږۍ، امنیت او  پرمختګ لپاره نوې دروازې پرانیزي.

ترانسپورت هغه پُل دی چې، د کرنیزو او سوداګریزو  توکو د تبادلې لپاره آسانتیاوې برابروي او د ټولنې د ټولو برخو د اقتصادي یووالي لامل ګرځي.

د هندوستان د پرمختګ بېلګه:

په« ۱۹۹۹م » کال کې هندوستان د لویو  لارو د جوړولو یوه ستره پروژه  پیل کړه، څو د هېواد څلور  مهم ښارونه لکه ډهلي، ممبي، چنای او کلکته  یو له بل سره ونښلوي چې، دغو سړکونو د ترانسپورت، سوداګرۍ او سیاحت لپاره د هند اقتصاد ته نوی ژوند ورکړ. کله چې هندوستان خپل سړکونه او د ریل پټلۍ جوړې کړې، هېواد یو موټی شو، کورنۍ سوداګري فعاله شوه او اقتصاد یې پیاوړی شو.

هندوستان د همدې زیربناوو له امله نن ورځ د نړۍ څلورم لوی اقتصادي ځواک بلل کېږي. (به 2025 کال کې نړیوال بانک)

دا بېلګه په څرګند ډول ښيي چې، د معیاري سړکونو او  پیاوړي ترانسپورت سیستم د یوه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا څومره اغېز لري.

په پایله کې ویلای شو چې، د سړکونو او لویو لارو  جوړول او رغول، د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ، د خلکو د ژوند د هوساینې او د ټولنیز ثبات لپاره یو بنسټیز ګام دی.

سړکونه یوازې د تګ راتګ لارې نه دي، بلکې د هېواد د اقتصادي ژوند رګونه دي او هر نوی سړک چې جوړېږي، د پرمختګ، سوداګرۍ او فرصتونو یوه نوې دروازه پرانیستل کېږي.

که افغانستان غواړي چې، اقتصادي ثبات ته ورسېږي، باید د سړکونو او  ترانسپورت برخې ته جدي پاملرنه وکړي او ځانګړې بودجه ورته وټاکي، ځکه چې له غوره  ترانسپورت پرته، اقتصادي وده ناشونې ده.