الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو د پېژندلو اوولسم نړیوال نندارتون پرانیستل شو

17 عقرب 1404

 16983.jpg (1820 × 1024)

د ا.ا.ا د بریا د څلورمې کلیزې په ویاړ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د سوداګرو، پانګوالو او یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو له خوا د لویې جرګې په تالار کې (د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو د پېژندلو) تر سرلیک لاندې اوولسم نړیوال نندارتون پرانیستل شو. د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، یوشمېر امارتي لوړ پوړو  مسئولینو او د کورنیو او نړیوالو موسسو او بنسټونو استازو ګډون کړی وو. له یاد نندارتون څخه موخه، د کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه، د پانګونې را جلبول، له کورنیو تولیداتو څخه ګټې اخیستلو ته د خلکو هڅونه، د کورنیو تولیداتو د سطحې لوړول او د هېواد د اقتصادي ودې پیاوړتیا بلل شوې ده. په دې نندارتون کې د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې یو شمېر تېږې، کرنیز، ودانیز او معدني تولیدات، غالۍ، طبي وسایل، لاسي صنایع، درمل، خوراکي توکي، دیني او عصري کتابونه، هنري، نقاشي او د خطاطۍ آثار او یو شمېر نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. همدا راز د دې نندارتون په ترڅ کې چې، (۳) ورځې به دوام ولري د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د بیارغونې د پروژو (۵۰) ځانګړي انځورونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي. له نندارتون څخه د لیدنې پرمهال یو شمېر هېوادوالو د سړکونو او مارکېټونو جوړولو، له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې او نورو ښاري برخو کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل. دوی وویل چې، اوس مهال تر بل هر وخت د کابل ښار معیاري ودې ته زمینه برابره شوې ده او ټینګار یې وکړ چې، ټولې ادارې او ښاریان باید له کابل ښاروالۍ سره د پلانونو او برنامو د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي