شاهین

روحي آرامتيا یا په ساده الفاظو خدایي سکون د انسانانو تر ټولو مهمه اړتیا ده، په هره اندازه چې انسان له مادي اړخه شتمن او پیاوړی وي، خو چې د زړه او روح سکون ونلري د هغه ژوند نیمګری دی. د اوسني عصر تر ټولو ستره ستونزه همدا ده چې، خلک ډېره شتمني، کورونه او بېلابېلې آسانتیاوې لري خو بیا هم بې سکونه او خفه وي. په دې اړه الله تعالی په قرانکریم کې د الرعد سورت په ۲۸ آیت کې فرمایلي دي:
ژباړه: خبردار شی! دالله تعالی په یادولو سره زړونه آرامه کېږي یا آرام پیدا کوي.
د روحي سکون په اړه رسول الله صلی علیه وسلم موږ ته داسې لارښونې کړې دي: په حدیث شریف کې راځي، ژباړه: دعا کول همهاغه عبادت دی یعنې دعا د بنده او الله(ج) تعالی ترمنځ مستقیمه اړیکه ده. کله چې انسان د زړه غوښتنې له الله(ج) سره شریکوي، زړه ته یې سکون ورکوي. (ترمذي۳۳۷۹)
په همدې اساس په آخرت د ایمان غوښتنه دا ده چې، انسان به هیڅکله د خپلو کړو وړو او هلو ځلو د پایلو په اړه اندېښنه نه لري او په دې به یې کلک باور وي چې، د خپلو هلو ځلو پایلې حتمآ تر لاسه کوي، که چېرې په دنیا کې ترې محروم شو نو په آخرت کې به یې په بشپړه توګه تر لاسه کړي، د همدې لپاره هیڅکله نه مایوسه کېږي.
په داسې حال کې چې ته باور لرې او مطمئن یې چې د خپلو ټولو کړو وړو اجر به څو برابره تر لاسه کوې او ستا اجر د الله تعالی سره خوندي دی، هیڅوک یې نشي کمولی.
دا باور په خپله ددې لامل کېږي چې انسان په هیڅ وجه مایوسه نشي، د آسانتياوو په پرتله به په سخت حالت کې ډاډه وي.
انسان په هغه صورت کې مایوسه کېږي، چې فکر وکړي عملونه یې بې پایلې پاتې شول او هڅې یې بې ځایه وې، خو کله چې انسان په دې ډاډه وي چې د خپلو عملونو او هلو ځلو اجر حتماً تر لاسه کوي، هغه په هیڅ صورت کې نه مایوسه کېږي، ځکه په آخرت باندې د ایمان غوښتنه همدغه ده.
روحي سکون یوازې د الله تعالی په یاد کې ده، ځکه دنیا د تلپاتې سکون ځای نه دی او اصلي سکون په اخروي ژوند کې دی.
د مؤمن ځانګړتیا دا ده چې، له هر حالت څخه راضي او زړه یې په الله(ج) ډاډه وي.


