الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ او پنځلسمې ناحیې اوسېدونکو د ښار د آبادۍ په برخه کې د کابل ښاروال کړنې وستایلې

18 عقرب 1404

 16992.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید دا ځل د لومړۍ او پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو لخوا د هغه د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو د ترسره کولو له امله وستایل شو. په هغه ستاینغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د یادو ناحیو اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د وروستیو کارونو او فعالیتونو ستاینه وکړه او خپلې یو شمېر چاپېریالي او ښاري ستونزې یې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اوریدو  وروسته ډاډ ورکړ چې، د ښاریانو معقولو او مشروع غوښتنو ته به د شته امکاناتو تر حده رسېدنه وشي. نوموړي زیاته کړه، د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ، د ښار په ټولو ناحیو کې نوې پروژې ډیزاین او پلي کیږي چې، د هغو په پلي کولو کې د ښاریانو مرسته اړینه بلل کیږي. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې ځان یو ځل بیا د خلکو خادم وګاڼه او زیاته یې کړه چې، د ښاریانو له خوا د مسئولینو هڅونه او ستاینه، د کابل ښار د آبادۍ او پرختیا په برخه کې د دوی انګیزه او هوډ لا پیاوړی کوي