الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په ښار کې د پانګونې د جلبولو په موخه د یوه ترکي شرکت له استازو سره وکتل

18 عقرب 1404

 16997.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د (ویګا) په نوم د یوه ترکي خصوصي شرکت له استازو سره په کتنه کې په کابل ښار کې د پانګونې د طرحو او فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د خوندي پانګونې د فرصتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: کابل ښاروالۍ چمتو ده څو د خصوصي سکتور لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي زیاته کړه: "د تخنیکي څېړنو له ترسره کولو وروسته به د سوداګریزو ودانیو، ښارګوټو او نورو پروژو په برخه کې کړنلارې پلې شي څو د خصوصي سکټور لپاره د مناسبې پانګونې زمینه برابره شي". کابل ښاروال څرګنده کړه چې، نړیوالو شرکتونو ته د کابل ښاروالۍ په پروژو کې په ځانګړې توګه د سوداګریزو ودانیو د جوړولو په برخه کې په بشپړه توګه د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي. ورته مهال د (ویګا) ترکي خصوصي شرکت استازو د کابل ښاروالۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه چې، خپل وړاندیزونه او طرحې به په نږدې راتلونکې کې د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شریکې کړي. دوی ټینګار وکړ چې، د طرحو تر بیا کتنې او تائید وروسته به د پروژو د پلي کولو عملي پړاونه پیل شي