الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

بدبويي او د انسانانو پر ژوند یې ناوړه اغېزې

راټولونه: ابویاسر "پښتون"

17002.jpg (5000 × 2200)

په ښارونو کې د ښاریانو بې غوري، له مسئولیت څخه تېښته، د نورو په وړاندې د ښه نیت نه درلودل، بې باوري او خودخواهي هغه څه دي چې ښارونه یې د ژوند کولو له روغتیایي دایرې ایستلي، چې همدغه ناوړه کړنو ښارونه د ګڼو ناروغیو په مرکزونو  بدل کړي دي. پدې وروستیو کې په پرمختللو ښارونو کې، په چټکۍ سره د نفوس زیاتېدل، صنعتي پرمختګ او د فاضله موادو ناسم مدیریت یو شمېر نوې او پېچلې ستونزې را ولاړې کړې دي، چې له دغو ستونزو څخه یوه هم د بد بوی خپرېدل دي، چې نه یوازې د ښار د ښایست او پاکوالي خلاف دي، بلکې د انسانانو پر فزیکي، رواني، اقتصادي او چاپېریالي ژوند منفي اغېز کوي. په دې لیکنه کې د بد بوی د اصلي سرچینو پر پېژندنې او د هغه  په ناوړه اغېزو باندې یو څه رڼا اچول شوې ده.

د بد بوی سرچینې:

په ښارونو کې بد بویونه معمولاً له لاندې سرچینو منځ ته راځي:

کورني کثافات: د خوړو پاتې شوني، چټلو اوبو او خوسا شوي مواد چې، پر وخت نه لېږدول کيږي د بد بوی لامل کېږي.

صنعتي فاضله مواد: کیمیاوي فابریکې، پلاستیک جوړونې او نورې تولیدي سرچینې هم د بد بوی د رامنځته کېدو له عواملو څخه دي.

فاضلاب: هغه سیمې چې فاضلاب سیستم نه لري یا بند شوی وي.

دوامدار ترافیک: موټرو څخه د سون توکو د سوځېدو له امله یو خاص  او بد بوی خپرېږي.

د انسانانو پر ژوند د بدبویي ناوړه اغېزې

۱- رواني اغېزې:

بد بویونه د انسان پر رواني حالت مستقیم اغېز لري. دا بویونه د ذهني فشار، خپګان، نا آرامۍ او حتی د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي. هغه خلک چې له بد بوی سره اوږدمهاله ژوند کوي، ښايي له عصبي تکلیف، ستړیا او حتی له نورو ډول ډول ذهني ناروغیو سره مخ شي.

۲- فزیکي روغتیا ته ګواښ:

د بد بوی له امله په فضاء کې یو شمېر زهري ګازونه خپرېږي، لکه امونیا، هایدروجن سلفایډ او نور، چې د تنفسي سیستم د ناروغیو لکه ساه لنډۍ، زکام، الرجي او د سترګو یا پوستکي د خارښت لامل ګرځي. ماشومان، زاړه خلک او هغه کسان چې تنفسي ستونزې لري، تر ټولو زیات تر اغېز لاندې راځي.

۴- د ژوند بې خونده کېدل:

بد بوی د انسانانو د ژوند معیار  راټیټوي او خلک نشي کولای له خپل چاپېریال څخه خوند واخلي. د پارکونو، بازارونو او استوګنځایونو په شاوخوا کې د بد بوی شتون، د تفریح، ګرځېدو او د عامه ځایونو د کارونې کچه راټیټه وي. له دې سربېره چې په دغه برخه کې ښاروالیو خپل مسئولیت ادا کړی دی خو لا ډیر کار ته اړتیا لیدل کیږي تر څو دغه ستونزه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي او ښاریانو ته هم پکار ده چې، د خپل ژوند قدر په خپله وکړي او له ښاروالیو سره د دغې ستونزې په لمنځه وړلو کې همکار پاتې شي.

۴- اقتصادي زیانونه:

په هغو سیمو کې چې بد بوی خپور وي، د ملکیتونو ارزښت راټیټېږي او خلک هڅه کوي له دغو سیمو کډه وکړي، چې دا کار د استوګنې بازار ته مالي زیان رسوي. سربېره پر دې، د سوداګریزو مرکزونو، هوټلونو او رستورانتونو کاروبار کمزوری کېږي، ځکه خلک نه غواړي هلته کوم څه وخوري یا وخت تېر کړي.

۵- چاپېریالي اغېزې:

بد بوی ډیری وخت د چاپېریال د ککړتیا نښه وي، که چېرې د فاضله موادو، کثافاتو  یا فاضلابو  مدیریت په سمه  توګه ونشي، نو دا د اوبو، هوا او خاورې د جدي ککړتیا لامل کېږي چې دا ډول شرایط بیا د حیواناتو، نباتاتو او انسانانو لپاره یو خطرناک اکوسیستم رامنځته کوي.

پایله او سپارښتنې:

په ښارونو کې د بد بوی ستونزه یوه جدي موضوع ده چې باید ورته پوره پاملرنه وشي. دا یوازې د یوه ناوړه بوی خبره نه ده، بلکې د ټولنې پر روغتیا، اقتصاد، رواني سکون او چاپېریال ژوره  اغېزه لري. له ښاروالیو سره د ښاریانو  مرسته او له یادو خدماتي ادارو سره اوږه په اوږه د دغه ناوړه د روغتیا ضد عامل پر  وړاندې مبارزه کول هغه څه دي چې، کولای شو د سالمې روغتیا، لوړ اقتصاد او پاک چاپیریال لرونکي و واسو، چې د دغې لویې ستونزې د حل لپاره لاندې سپارښتنې وړاندې کېږي:

۱-  د کثافاتو منظم راټولول او لېږدول.

۲- د فاضلابو لپاره مناسب سیسټم جوړول.

۳-  صنعتي فاضله موادو ته تخنیکي حل لارې برابرول.

۴- د عامه پوهاوي برنامې ترسره کول.

۵- د ښاروالیو له خوا جدي څارنه او مدیریت.

۶- له ښاروالیو سره د ښاریانو مرسته.

پایله:

بد بوی نه یوازې د ښار د ښکلا او پاکوالي خلاف عمل دی، بلکې د یوه ملت د روغ ژوند دښمن هم بلل کېږي. نو اړتیا ده چې، ټولنیز، حکومتي او فردي مسئولیتونه په ګډه ترسره شي، تر څو له ښارونو څخه دا ناوړه ستونزه له منځه لاړه شي او موږ وکولای شو یو پاک، سالم او  سوکاله ژوند ولرو.