
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي د هغو سیمو په پاکولو او د کثافاتو په لېږدولو بوخت دي چې، په وروستیو کې ترې کانکرېټي خنډونه پاک شوي دي. دا کار د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې مخې چې، له مخې یې ټولې ادارې مکلفې شوې دي څو له خپلو اړوند سیمو څخه کانکرېټي خنډونه پاک او د ټولو ښاریانو پرمخ یې پرانیزې، ترسره کېږي. د کابل ښاروالۍ د مسئولانو په وینا؛ ټاکل شوې ده د ښار له بېلابېلو سیمو کانکرېټي خنډونه یو پر بل پسې پاک شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې، دا لړۍ به د کورونو، ادارو او دفترونو له مخې څخه په جدي توګه دوام ومومي څو هغه سړکونه، کوڅې او پلې لارې چې، پخوا بند وو د ښاریانو پرمخ پرانیستل شي. له دې کار څخه موخه د ښاري ښکلا رامنځته کېدل، نظم او له ښاري سیمو څخه په عادلانه توګه ګټه اخیستل دي څو په دې توګه ښار لا منظم او ښکلی شي


