الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ لخوا نن په یوه ورځ د شپږو مهمو پروژو قیر چارې روانې وې

19 عقرب 1404

 17007.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ په ښار کې د ترافیکي ګڼه کونې د ستونزو په درک کولو او  له خپلو شته سرچینو او امکاناتو څخه په اعظمي ګټې اخیستنې همهاله او په یوه ورځ کې د سړک جوړونې د شپږو مهمو پروژو قیر چارې تر لاس لاندې لري.  نن یک شنبه د وزیرمحمد اکبرخان روغتون مخې ته د سړک قیر چارې پیل شوې، له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان پورې د سړک، د کمري سړک، د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې، له بګرامیو پله څخه تر بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې پورې او د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د قلعه زمان خان نښلوونکي سړک قیر چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د وزیرمحمد کبرخان روغتون مخې ته د سړک له قیر چارو څخه د څارنې پرمهال د پروژې پر کیفیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې، د ټولګټو پروژو په چارو کې غفلت او سرغړونه د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو د منلو وړ نه دي او قراردادي شرکتونه باید پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت د تخنیکي معیارونو مطابق بشپړې کړي. همدا راز د ودانیزو چارو مرستیال په دقیقې تخنیکي څارنې او په لابراتوار کې د موادو په ازمویښت هم ټینګار وکړ. د وزیرمحمد اکبرخان روغتون مخې ته سړک ۳۹۱ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې یې قیر چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د بنسټیزو برخو له جوړېدو وروسته به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې د یو شمېر نورو مهمو سړکونو قیر چارې هم ترسره شي. په یوه ورځ کې د څو مهمو پروژو قیر چارې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د قوي ژمنتیا ښکارندويي کوي