الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

19 عقرب 1404

 17011.jpg (1820 × 1024)

د ګذر وکیلانو په توګه د وړ کسانو د ټاکلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې له شپږمې، دولسمې، دیارلسمې او څوارلسمې ناحیې څخه د ګذر وکیلانو لړلیک تر غور او ارزونې لاندې ونیول شو او هغه کسان چې، لوړ امتیاز یې ترلاسه کړی ؤ، د کابل ښاروالۍ مقام ته به د تصویب لپاره وړاندیز شي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د ګذر وکیلانو په ټاکلو کې پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ناحیو د اوسېدونکو له خوا ور پېژندل شوي کسان د معیارونو له مخې ارزول کېږي او د کابل ښاروالۍ مقام تر تائید وروسته، د دې ادارې د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له خوا ورته د وکالت مُهر تر سپارلو وروسته اړوند ناحیې ته ور پېژندل کېږي. ګذر وکیلان د خپلو دندو د لایحې له مخې، د ښاریانو او مسئولینو ترمنځ د نښلوونکي پُل حیثیت لري؛ له دې کبله ښاریان باید له خپلو استازو سره د ټولنیزو او ښاري مسئولیتونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، وړ، ژمن او مسئول کسان چې، د ټولنیزو او ښاري چارو په ترسره کولو کې د اغیزمن رول لوبولو وړتیا ولري د ګذر وکیل په توګه غوره کیږي