الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په دویمه څلورلارې کې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ او هوايي پله د جوړولو طرحه تائید شوه

19 عقرب 1404

 17016.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د پانګونې د جلب کمېټې له خوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په دویمه څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ او هوايي پله د جوړولو طرحه تائید شوه. دغه پرېکړه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ په هغه غونډه کې چې، د یادې ادارې مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او یو شمېر کورنیو پانګوالو هم ګډون کړی وو، ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: کابل ښاروالۍ پلان لري چې د خصوصي سکټور په مرسته د ښار په بېلابېلو برخو کې سوداګریز مارکېټونه جوړ کړي څو د ښار تلپاتې اقتصادې ودې او د عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالۍ پانګوالو ته اړینې آسانتیاوې برابروي، څو له ښاري پراختیا سربېره، په کابل ښار کې خوندي او ګټورې پانګونې ترسره شي. ټاکل شوې ده د ښار په یو شمېر نورو برخو کې هم چې، اقتصادي ظرفیت ولري د عامه مشارکت د کړنلارې له مخې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټونه جوړ شي. د یادونې وړ ده چې، دغه طرحه له تخنیکي څېړنو وروسته، د ټولو ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره او د اقتصادي ودې او په یاده سیمه کې د ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه، د یوې جامع او بشپړې طرحې په توګه چمتو شوی چې، د ریاست‌الوزرا د محترم مقام له منظورۍ وروسته به یې د پلي کېدو  عملي چارې پیل شي