کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ودانیو د مجوز د صدور تکلاره تصویب کړه چې په اساس یې د ودانیو د جواز اخستلو برخه کې ډیرې اسانتیاوې راغلې دي. نو کابل ښاریان له دې وروسته کولی شي چې اړونده ناحیو نه د ودانۍ جواز ترلاسه کړي. د دې تر څنګ ټولو هغو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې کابل ښار کې د ودانیو جوړولو تابیا لري نو دې برخه کې دې له خپلسره اقداماتو نه ډډه وکړي. دوی باید د اړونده ناحیو دفتر ته ورشي او د نوې تګلارې په اساس دې د ودانیو جوړونې کار پیل کړي.