آ. الکوزی

اوبه د هر هېواد د ژوند، کرنې، صنعت او انرژۍ د بنسټ ډبره ده. افغانستان د خپلو طبیعي سرچینو له مخې د ډیرو اوبو لرونکی هېواد دی، خو له دغو سرچینو څخه په غوره توګه ګټه اخیستنه محدوده ده. د اوبو بندونه د اوبو د مدیریت، زیرمه کولو او تنظیم لپاره یوه اغېزمنه حل لاره ده. په دې لنډه لیکنه کې د افغانستان په شرایطو کې د اوبو د بندونو پر اقتصادي، کرنیزو او ټولنیزو ګټو رڼا اچوو.
د اوبو مدیریت:
د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمهییزه ډیپلوماسي په کتاب کې راغلي دي چې، بندونه د اوبو د منظم وېش او د اوبهخور سیستم د ښه والي له لارې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځي. د اوبو رسولو په پایله کې کروندګر کولای شي د وچکالۍ په موسمونو کې هم حاصلات ترلاسه کړي.
د بندونو په واسطه د اوبو مهار او مدیریت د هغو ځمکو خړوبولو ته زمینه برابروي کوم چې مخکې د اوبو د کمښت له امله د کرنې وړ نه وې.
همدارنګه، د اوبو زېرمه کول د وچکالۍ پر مهال د کرنې د دوام او د خوراکي توکو د تولید د کمېدو مخه نیسي. د اوبو له لارې د برېښنا تولید د افغانستان لپاره د دوامدارې او پاکې انرژۍ یوه مهمه سرچینه ده، د وارداتي انرژۍ اړتیا کموي او اقتصادي خپلواکي زیاتوي.
د چارو کارپوهان وایی: د کوکچې، آمو، کندز، مرغاب، هلمند، هریرود، پنجشیر، لغمان او کونړ سیندونو او د لارو په اوږدو کې د اوبو د زېرمه کولو په موخه، د بندونو جوړول به د ویالو ایستلو او د اوبو لګولو او کانالونو جوړولو له لارې په سلګونو زره هکتاره کرنیزه ځمکه چمتو کړي چې، دا به د کرنې وده او پراختیا زیاته کړي، د خوراکي توکو خوندیتوب به تضمین او د کرنیزو محصولاتو او برېښنا په برخه کې به هېواد د ځان بسیاینې په لور حرکت وکړي.
د بندونو د جوړولو پر مهال زرګونه کسانو ته د لنډمهاله او د بندونو د مدیریت او ساتنې له لارې د اوږدمهاله کار زمینه برابریږي.
دوامداره انرژي:
د دوامداره انرژۍ په مرسته د ځايي صنایعو، فابریکو او پروسس کارخونو فعالیت پراخېږي. په افغانستان کې صنعتي کارخونې تل د برېښنا له کمښت څخه شکایت کوي یا له جنراتورونو ګټه اخلي، چې له دې سره د تولیداتو بیه لوړېږي.
د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی، د خوراکي توکو د کموالي او د لوږې مخه نیسي، کله چې خلکو ته په خپلو سیمو کې د کرنې، صنعت او کار زمینه برابره شي، د کډوالۍ کچه راټیټېږي او خلک له هېواد څخه بهر د کار او مزدورۍ لپاره نه ځي. بندونه د ناڅاپي او ویجاړوونکو سیلابونو د کنټرول لپاره مهم رول لري او ورسره د سیلابونو اوبه خوندي کوي او د راتلونکې لپاره یې ساتي.
د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمهییزه ډیپلوماسي د کتاب په یوه بله برخه کې راغلي چې، د اوبو منظم مدیریت د ځنګلونو پرېکولو اړتیا راکموي، ځکه کروندګر اړ نه وي چې د وچکالۍ پر مهال نوې ځمکې لاندې کړي. دوی کولای شي له خپلو شته ځمکو څخه ډېره ګټه واخلي.
د اوبو د زېرمو په جوړولو سره د ځنګلي ژوو او مرغانو د استوګنې لپاره مناسب شرایط رامنځته کېږي.
د ملي ګټو ساتنه:
د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت په کتاب کې لیکل شوي چې، ډېرې اوبه د هېواد له سرحدونو څخه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي. د بندونو جوړول د هېواد لپاره د اوبو د عادلانه مدیریت او د ملي ګټو د خوندي کولو وسیله ده.
د اوبو زېرمه کول، د راتلونکو نسلونو لپاره د ستراتیژیکو زېرمو په توګه عمل کوي.
د اوبو بندونه د افغانستان د اقتصادي ودې، د کرنې د پرمختګ، د چاپېریال ساتنې او د ټولنیز ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري. د دغو بندونو د جوړولو لپاره د عصري انجنیري میتودونو، د ټولنیز مشارکت، د چاپېریال د ساتنې اصولو او د نړیوالو معیارونو رعایت کول اړین دي.
له نېکهمرغه، په تېرو څلورو کلونو کې د بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې په جوړېدو سره به یې د هېواد په ملي اقتصاد، کرنیز سیستم او چاپېریال کې ستر بدلون رامنځته شي.


