
د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې په بنسټ، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سړک په اوږدو کې د رسول اکرم صلی علیه وسلم د جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې. دغه جومات به په (۹۰۰) متر مربع ځمکه کې د یوې تکهوۍ په ګډون په دوو پوړونو کې په اساسي توګه د (۲۲) میلیونه افغانیو په لګښت د (۹) میاشتو په موده کې جوړ شي. مخکې د دې سیمې اوسېدونکو د جومات د نشتون له امله د لمانځه اداء کولو لپاره مناسب ځای نه درلود چې، تر سروې او معیاري ډیزاین وروسته یې د جوړولو په اړه اقدام وشو. دا جومات په یو وخت کې د (۱۷۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري چې، ترڅنګ یې د اوداسه لپاره ځانګړی ځای، تشنابونه، زرغونه سیمه، د فاضلاب څاه او نورې اړینې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې، د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې په بنسټ به د ښار په بېلابېلو ناحیو کې څلور نور جامع جوماتونه هم په اساسي توګه جوړ شي


