"درویش"

د نیکمرغۍ د ترلاسه کېدو یوه ډیره مهمه وسیله د کتاب مطالعه ده. د نظرخاوندانو په باور،کتاب یو داسې خوږ او خواخوږی ملګري دی، چې نه دې کبرجن کوي، نه دې خپه کوي او نه دې په نیمه لار کې پریږدي. کتاب یو داسې ملګری دی، چې نه درڅخه څه غواړي، نه درته دروغ وایي، نه درسره دوکه، ټګي او خیانت کوي، نه دې په چاپلوسۍ مال هضموي او یو داسې ګاونډی دی چې، ترتا مخکې کېدل هم نه غواړي.
د کتاب لوستل خوښي زیاتوي، ذهن تیزوي او ژبه پاکوي، زړه ډادمنوي او سینه پراخوي.
کتاب د شپې، ورځې، سفر او د حضر ملګری دی، دا هماغه یواځینی ښوونکی دی، چې که ورته اړ شوې نو له پلوۍ دې لاس نه اخلي.
کتاب د وزګار وخت د ډکولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده او پردې سربیره دنیوي او دیني چارې پرې ښې سمبالېږي.
هېره دې نه وې چې د کتاب لوستنې د ګټو په هکله هم داسې ویل شوي دي:
• وسوسې، غمونه او اندیښنی لمنځه وړي.
• په باطل کې د وردننه کیدو مخه نیسي.
• عقل ته وده ورکوي او زړه پاکوي.
• د کتاب په مرسته د خلکو د تجربو او د علماوو له استنباطاتو څخه لاسته راوړنې کېږي.
• کتاب داسې ستر واعظ دی، چې ایمان پیاوړی کوي.
• د علومو د استدراک لپاره ډیره ښه ملکه ده.
• د ذهن، زړه او وخت پلوي او ساتنه کوي.
• د علم لمن پراخوي او د معلوماتو پانګه زیاتوي.
• د بې کاره خلکو له ناستې ولاړې څخه دې ژغوري.
• تیروتنې دې اصلاح کوي، فصاحت او بلاغت در په برخه کوي.
• د خبرو پر فهم، د عبارت پر موخې، د جملو پر مدلولو او حکمت باندې د پوهېدو رسوخ منځته راوړي.
د یوه شاعر په وینا:
د الفاظو او معانیوو پر موخه پوهېدل، تر ټولو ډير خوندور کار دی؛ نه پر خوړو او اوبو د خیټې ډکول.
له شک پرته دا واقعاً یو انکار نه منونکی حقیقت دی چی، د کتاب لوستل او په ټولیزه توګه مطالعه د هر انسان د پوهنیزې وړتیا، د ګټورو معلوماتو په بډاینه او د ذهن په پراختیا کی ځانګړی اهمیت او اغیزمن رول لري. نو ددې ټکي یادونه هم حتمي ده چې د آدم(ع) د پیدایښت له لومړیو وختونو څخه تر نن ورځې پورې د انسانانو تمدن، تاریخ او کلتور د کتاب په مرسته راتلونکو نسلونو ته لیږدول شوی دی. که چیرې د کتاب مرسته نه وای، انسان د تمدن پیژندنې او د خپلو نیکونو د تلپاتې ارزښتونو په تګلوری کی نه بریالی کېدل، د همدې ارزښت او اړتیا پر بنسټ د کتاب او کتاب لوستلو ته پاملرنه زموږ یوه اړتیا ده، ځکه د کتاب لوستل او له کتاب سره مینه د دې لامل کېږي چې، انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو په پراختیا کې په تې ره بیا ځوانانوته ګټور او ارزښتناک آثار پریږدي.
له شک پرته چې کتاب او قلم د اسلام په مبین دین او په افغاني کلتور کې هم لوړ مقام او ځای لري، دغه دواړه زموږ خلکو ته نا پیژاندې کلیمې نه دي، بلکې له پخوا زمانو څخه را په دیخوا زموږ د خلکو له ژوندانه او برخلیک سره اړیکه لري او وده یې کړې ده. بناً د ویلو ده چې ، د نړۍ په هر ګوټ کې چې نن سبا پرمختللی هېواد لیدل کېږي نو د هغوی پرمختګ د کتاب لوستلو، لیکلو او خپرولو له لارې سرته رسېدلی دی. د نړۍ نوموتي کسان هغه دي چې، ښه کتابونه یې لیکلي او د همدغو کتابونو له لارې یې خلک پیژني او د همدغو کتابونو له لارې خپل فکرونه نورو ته ورلیږدوي.
بناً کتاب په حقیقت کې هغه ملګری دی چې، پټه خوله له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت او ګټور معلومات ورته لېږدوي.


