
د نهمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۳۳۹۸) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۳۰) لوډسپیکرونه چې، غږیزه ککړتیا یې رامنځته کوله راټول او د له منځه وړلو په موخه، ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه دې د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي او همدا راز پلورونکو ته هم سپارښتنه کیږي چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده چې، د ښاریانو د روغتیا دخوندي ساتلو په موخه، د کابل ښار له بازارونو څخه څارنې دوام لري


