الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نودو یک فامیلیو سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه د بشپړېدو په حال کې ده

21 عقرب 1404

 17054.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند په نودو یک فامیلیو سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې لومړۍ برخه (۹۶) سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، په نږدې راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې چې، په (۱۴۸۵) متر مربع ځمکه کې ډيزاین شوې ده، د دوو لس پوړیزو بلاکونو جوړول شامل دي چې، هر بلاک یوه تهکوي لري او یو پوړ یې سوداګریز او پاتې (۹)  یې استوګنیز دي. همدا راز په دغو بلاکونو کې په ټولیزه توګه (۱۰۸) استوګنیز آپارتمانونه، هټۍ، لوی پلورنځي او د ورځني ژوند نورې اړتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا ریاست ټینګار کوي چې، په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو او د مناسبو کورونو جوړولو په موخه به د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا کړنلاره په نورو ناحیو کې هم پلې کړي