الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ اداري شورا غونډه ترسره شوه

22 عقرب 1404

 17059.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د ښاري چارو د لا ښه والي، چټکتیا او همغږۍ په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې، چې د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، د مرکزي ادارو او ناحیو رئیسانو هم ګډون کړی ؤ، د یو شمیر ملکیتونو ارزونې او د کرایې ټاکلو،د ښار په ځینو برخو کې د غیر قانوني او غیر پلاني تأسیساتو ړنګولو، د تنظیفي خصوصي شرکتونو د کړنلارې بیا کتنې او د نورو مهمو ښاري مسایلو په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.  په غونډه کې کابل ښاروال په خپله وینا کې د ښاري اصولو او مقرراتو په پلي کولو ټینګار وکړ او له مسئولینو یې وغوښتل چې، د ښاري مدیریت په ټولو چارو کې له احتیاط څخه کار واخلي او د هر ډول ښاري سرغړونو  څخه دې مخنیوی وشي. نوموړي ډاډ ورکړ چې، کابل ښاروالۍ د اغېزمنو برنامو او پلانونو په پلي کولو سره د ښاریانو د ستونزو د حل په لټه کې ده او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د دغو پلانونو په پلي کولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي، څو کابل په یوه سوکاله او عصري ښار بدل شي