
ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو او د ښاري نظم رامنځته کولو په موخه، د کورنیو چارو د پخواني وزارت له سړک او د کابل ولایت د اداري ودانۍ له مخې څخه د کانکرېټي خنډونو د پاکولو لړۍ د ځانګړې کمېټې له خوا پیل شوه. یاده کمېټه پلان لري چې، د ښار په یو شمېر نورو سیمو کې هم له سړکونو، کوڅو او پلیو لارو څخه کانکرېټي خنډونه یو پر بل پسې پاک کړي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغو ادارو او بنسټونو څخه چې، د خنډونو د پاکولو په برخه کې یې مرسته کړې ده مننه کوي او له سړکونو او لارو څخه د خنډونو پاکول، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاري نظم په رامنځته کولو کې ګټور ګام بولي


